افغانستان

«د بدخشان دوولس ولسوالۍ د دولت له واکه وځي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وايي چې د دې ولایت دوولس ولسوالي د دولت له واکه په وتو دي او نږدې ده چې سقوط وکړي.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی محمد ذکریا سودا له خولې ليکي چې د مرکزي دولت د نه پام له امله په بدخشان کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او شونې ده چې ګڼې ولسوالي يې تر واک لاندې شي.

د سرچينې په قول د بدخشان، منجان، جرم، یمګان، کشم، تګاب، کران، وردوج او څو نورې ولسوالي د دولت له واکه په وتو دي.

په بدخشان کې سیمه ییز چارواکي په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي دا څرګندونې نه مني، چې ګواکې دوولس ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ دي، خو په خبره يې پنځه ولسوالي داسې دي چې طالبان پکې پراخ نفوذ لري.

د بدخشان د سرپرست والي ویاند نوید فروتن وايي چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو لوی مرکز دی، چې په نورو ولسوالیو کې هم له همدې سیمې نه فعالیت کوي.

طالبانو د بدخشان د امنیتي وضعیت په اړه څه نه دي ويلي، د تېر ژمي په اوږدو کې د هېواد دغه شمالي ولایت د طالبانو د ګڼو بریدونو، د ځينو ولسوالیو د سقوط او ګڼو دولتي عسکرو د تښتولو شاهد و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x