افغانستان

افغان زده کوونکو څلور د سرو زرو او یو د سپین زرو مډالونه وګټل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): افغان زده کونکو په نړیواله سطحه د ۲۹ هېوادونو د زده کوونکو تر منځ د ریاضي په سیالیو کې څلور د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل.

په دې سیالیو کې چې ۱۳۰۰۰ تنه زده کونکو پکې برخه اخیستې وه، د کندهار ولایت پنځو زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه، چې د کندهار – افغان ترک ابتدايه ښوونځي څخه پکې څلورو تنو او شاه حسین افغان – ترک لېسې یو تن زده کوونکي برخه وال و.

د کندهار افغان – ترک ابتدایه ښوونځي څلورو تنو زده کوونکو په دې سیالیو کې څلور د سرو زرو مډالونه او د شاه حسین افغان – ترک لېسې یو تن زده کوونکي د سپینو زرو مډال تر لاسه کړ.

د کندهار والي توريالي ویسا له دې زده کوونکو سره د لیدنې په مهال د هغوی کورنۍ ته یوازې مبارکي وویله او د افغان – ترک ابتدايه ښوونځي او شاه حسین افغان – ترک لېسې مسوولینو ته د لا بریا غوښتنه وکړه.

د یادو ښوونځیو مسوولینو ژمنه وکړه چې دوی به د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولایتونو د لایقو زده کوونکو تر منځ سیالي جوړوي، چې بیا به پکې بریالي شوي زده کوونکي په پلازمېنه کابل کې د هېواد په سطحه په جوړېدونکو سیالیو کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x