نظــر

د یمن حوثیان څوک دي؟_درېیمه برخه

حامد افغان

د حوثیانو د پاڅون پیل

په کال 2004 م کې حوثیانو په یمن کې د حسین بدر الدین الحوثي په مشرۍ کې د امریکایانو له خو د عراق د اشغال پر ضد لاریونونه پیل کړل، او د یمن د هغه وخت حکومت کوښښ وکړ چې دوی لاریونونو ته پرینږدي، وروسته چې حکومت د دوی په ارادو پوه شو چې د لاریونونو ارموخه یې واک ترلاسه کول دي نو د حوثیانو د ځپلو په نیت یې په هغوی د یمن په مختلفو برخو کې بریدونه پیل کړل، حکومت د دوی ځپلو ته له 30 زره زیات پوځیان ځانګړي کړل، او په دې جګړو کې یې الوتکي او درنې وسلې وکارولې، په پایله کې یې د حوثیانو مشر حسین بدر الدین الحوثي ووژل شو او د حوثیانو زیاتي وړې او درنې وسلې ونیول شوې.

له دې پېښو وروسته حوثیان څه وخت ارام شول، د ګوند مشر یې د حسین الحوثي پلار بدر الدین الحوثي وټاکه، دوی پخوا هم ډېري وسلې لرلې او په دې موده کې یې نوري وسلې هم ترلاسه کړې، وروسته په کال 2008 م کې د قطر حکومت د یمن د حکومت او حوثیانو ترمنځ جوړه وکړه، د دې جوړي په پایله کې د حوثیانو دوه مهم مشران قطر ته وسپارا شول دا دواړه هر یو یحی الحوثي او عبد الکریم الحوثي وو او دواړه د بدر الدین الحوثي زامن دي. دا جوړه څه موده وروسته بیا حوثیانو ماته کړه او د خپل ګوند اه مسلح کولو او تیارولو سره یې د صعده ولایت شاخوا سیمي هم ونیولې چې په دې وخت کې په عربي نړۍ کې د عربي پسرلي توفانونه راپورته شول.

د نورو عربي هیوادونو په څیر په یمن کې هم د عربي پسرلي لاریونونه پیل شول او یمنیانو غوښتل ولسمشر علي صالح د واک پرېښودلو ته مجبور کړي لنډه ده چې هغه له واکه ګوښه او عبد ربه منصور هادي د یمن نوی ولسمشر وټاکل شو، دا مهال یمن روانو پېښو لړزولی او کاواکه کړی و او د حوثیانو د کارنده پاڅون ښه موکه وه، دا څه موده مخکي یې د یمن له مختلفو ښارونو نیولو وروسته پلازمیني صنعاء ته ځانونه ورسول او ولسمشر عبد ربه منصور هادي ریاض ته په تیښته بریالی شو.

په یمن کې د حوثیانو واک ترلاسه کول د سیمي عربي هیوادونو او په ځانګړې توګه سعودي عربستان له پاره هیڅکله د زغملو وړ نه ده، ځکه د سعودي عربستان ازلي دښمن ایران عملاً په سعودي له څلیورو خواوو راچاپیره شو، سعودي په البحرین هیواد باوري نه ده ځکه هلته د اهل تشیع اکثریت او د ایران په ملاتړ کولی شي واک ترلاسه کړي، په لبنان او عراق کې تیار شیعه ګان په قدرت کې دي که یمن هم د حوثیانو لاس کې پاته شي نو دا څلرم عربي هیواد وي چې د ایران پلوه شیعه ګانو لاس ته به لویږي، نو ځکه سعودي عربستان د حوثیانو پر خلاف د (عاصفة الحزم) په نوم د لسو هیوادونو اتحاد تیار او په همدې نوم یې د حوثیانو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل. دا و په یمن کې د حوثیانو داستان چې په لنډه توګه مې درته وړاندي کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x