شعـــــرونه

صليب ته سلامي نه منو

taliban_fighters_in_snow

موږ دخپلواک دين طالبان يو سر ټيټي نه منو

احرار له وخته يو د بل چا غلامي نه منو

تل مو مات کړيدي سرکښه اومغرور سرونه

ځکه پرځان هره جابره زور واکي نه منو

موږ له خاپوړو په جنګو کی را لوبيږو ګوری

دصيلبی وحشې نړۍ دا زور زياتي نه منو

پښو کي اولچک او زولنې لاسوکې فخر ګڼو

هسکه شمله ټيټه صليب ته سلامي نه منو

څو چې دسپينې ماڼۍ زوی پګړۍ ته ټيټ نه کړو موږ

تر هغه پوری له هيچ چا نه جوړ جاړي نه منو

زموږ مريونو بادارۍ ته بډ وهلی مټی

له ناکامۍ ئي اوس دصلحي سوال زاري نه منو

پر موږ ناپوهه غليمګيه چي پرڅه تيروتې

موږ لاله جنګه (ستومان ) نه يو او زاري نه منو

مولوی عبد القيوم (ستومان مسافر)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x