fbpx

اته کیسه ګۍ

حامد افغان

(1) د نورو غم

په سخت باران کې ده هم د یوه سپینږیري په سر چترۍ ته پناه وروړه او تر څنګ ورسره روان شو، لیږ وروسته سپینږیری د خپل کور دروازې ته ورسیدی ده ته یې چتري ونیوله او ورته ویې ویل: دا واخله فعلاً زه اړتیا نه ورته لرم تا چې کله خپله اړتیا پوره کړه بیا یې هغه چا ته ورکړه چې اړتیا ورته لري.

(2) ځان وژنه

میړه او ښځه یې له ژونده په تنګ شول دواړو پرېکړه وکړه چې ځان وژنه به کوي.. دواړه د ښار دنګي ماڼۍ سر ته وختل، یوه یې شمار پیل کړ 3…2…1…
ښځي ټوپ کړ سړي نوک ونیو، ښځه لاندې شتۍ شوه او ده ورته کتل .. ځمکي ته لا نه وه رسېدلې پراشوټ یې خلاص کړ، ارامه په ځمکه ودرېدله او دواړو ته خیر خیرت شو ! .

(3) الله هادي او رازق دی

غریب خو د لوړو اخلاقو څښتن ځوان یې لور وغوښتله انکار یې وکړ، څه وخت وروسته د شتمني کورنۍ بېلاري ځوان وغوښتله نو ویې ویل: الله به هدایت ورته وکړي.. او لور یې ورکړه، خو دې ته یې پام نه و.. چې هدایت کوونکی الله روزي ورکوونکی هم دی.

(4) د نرمي درس!

څو ځله مې درته ویلي دي چې انسانیت زده کړه، له خلکو سره نرم او غوره چلند کوه، خو… دا خبري یې خپل کشر زوی ته کولې په داسې حال کې چې له غوسې یې رنګ تک سور اوښتی و، دی او زوی دواړه لړزا نیولي وو، دی له غوسې زوی یې له ډاره.

(5) د شهرت لیونی

خلکو په بیت الله طواف کاوه او د زمزم له کوهي یې اوبه څښلې، یو عرب کوچي راغی د زمزم په کوهي کې یې بولي وکړې، خلکو راونیو ښه یې وډباوه، پولیسو له خلکو خلاص کړ او د مکي والي ته یې ورساوه، هغه ورته وویل: بدمرغه دا کار مو ولې وکړ؟! کوچي ورته کړه: چې خلک مې وپيژني او وایي: دا هغه کس دی چې د زمزم په کوهي کې یې بولي وکړې!. ابن الجوزي رحمه الله. نن سبا د شهرت تر دې بدتر لیوني هم شته، حسبنا الله.

(6) مقاومت

یا الله! د خرافاتو، کوډګرو او جادوګرو پر ضد د شهیدي شوې فرخندې خور شهادت قبول کړه، د فرخندې ناترسه وژني ډېر زورولی و، په زیارت کې یې د ګڼ شمیر دعاو تر څنګه دا لوړه دعا هم وکړه، له منجاوره یې تعویذ واخیست او کورته روان شو..

(7) د ژوندي قوم سړي

بای وینګ لي بای یو چینایي ټیکسيوان و، د چین په نیاګن ښار کې یې ټیکسي چلوله او خپله ټوله ګټه یې د غریبو کورنیو ماشومانو په زده کړو لګوله، د دې ماشومانو شمیر 300 ته رسیده. په 74 کلنۍ کې تقاعد او خپل کلي ته ولاړ، هلته خبر شو چې په هغو غریبو ماشومانو کې ځینو یې لا زده کړي نه دي پوره کړې، بیرته یې کار پیل کړ، ویل کیږي: بای وینګ لي بای چې د اخیري ځل له پاره خپله ګټه غریبو ماشومانو ته وروېشله عمر یې 90 کاله و!.

(8) عیسائیت

کیسه کا: په یمن کې د عیسایت مبلغ یوه بزګر ته بلنه ورکړه چې زموږ دین ومنه، هغه ورته غوږ شو، عیسایي مبلغ د عیسایت تفصیلات او فضابل ورته پیل کړل چې زموږ دری خدایان دي او … یمني بزګر ورغبرګه کړه: ورځه وروره خپل کار کوه، موږ په اسلام کې د یوه خدای عبادت په سمه توګه نه شو کولی ته مو د دریو خدایانو عبادت ته دربولې! .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د