پاکستان هم د حوثیانو په خلاف ایتلاف کې شامل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان بیرغ په هغه خبري کانفرانس کې را ښکاره شو، په کوم کې چې هره ورځ د پرېکنده ګوزار په نامه عملیاتو ویاند د حوثیانو په خلاف د عملیاتو په اړه معلومات ورکوي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان بیرغ ددغه ویاند تر شا ښکاري، ددې تر مخه د لسو هیوادونو بیرغونه ښکارېدل، چې په لاندي ډول وه:

مصر، مراکش، قطر، سعودي، یمن، کویت، سوډان، بحرین، متحده عرب امارات، اردن.

خو د تیري ورځي په خبري کانفرانس کې ددغو بیرغونو تر څنګ د پاکستان بیرغ هم را ښکاره شو، چې پر دې دلالت کوي چې پاکستان هم اوس د عاصفة الحزم (پرېکنده ګوزار) په نامه عملیاتو ور ګډ شوي، او د سعودي تر څنګ دریدلې.

باید وویل شي چې د پاکستان بیرغ وروسته تر هغه را څرګندیږي، کله چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ریاض ته سفر وکړ، او هلته یې د سعودي د وزیر دفاع محمد بن سلمان سره ولیدل، او په دې جګړه کې د پاکستان پر ګډون خبري سره وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د