شعـــــرونه

د عبد الصبور روفی غزل – انتظار

دميـني اوركي دې ســـوزيږم ته بــــه كله راځــي

لكه خزان وهلي ګل داسې رژيږم په به كله راځـي

ډيــــرې مــــودې وشـــوې په تمه تمه ياره زمــــا

دا انتــــظاركلــــه ختميږي تــه بــه كـــله راځـــي

نــورمـــې دزړه صبرتمــام دى صــبريږي كلــــه

هميش ماشوم غونــدې ژړيږي تــه به كلـه راځـي

خــړه جونــګړه مـاګلشــن كــړه يــاره ستـا لپــاره

زماګلشن اوس مـــړاوى كــيږي ته به كلـه راځـې

صــبور وۍ نـــور د ښــكــلو لار نــــه څـــــــارم

په نن سباكې بـــه مړكيږيم تــه بــه كله راځـــــي

——————-

غزل

ملـــګرو راتــه ووايــي جـــانان كله راځــي

چې ډير پســې كړيږمه ارمان كله راځــــي

ښــايســته ده نــازنينه خوږه ده لـــه  ګبيـنه

په زړه مې راوريږي تورزلفان كله راځي

چې رنـځوريي په د يــدن باندې رغـــيږي

صبوره راتــه ووايه درمــان كله راځــــي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x