ارګ: د یمن په جګړه کې د سعودي ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): ګډ حکومت په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د روانو عملیاتو په اړه څرګندونې کړي او ویلي يې دي چې افغانستان د یمن په روانه جګړه کې د سعودي ملاتړ کوي او په سوله ییز ډول د دغه بحران د حل پلوی دی.

د ولسمشر له ماڼۍ «ارګ» څخه په دې اړه خپرې شوې اعلامیه کې په دریوو ټکو کې د دولت رسمي دریځ بیان شوی.

لومړی د سعودي عربستان د ملاتړ یادونه شوې، بیا په یمن کې د دیموکراسۍ له لارې راغلی نظام مشروع بلل شوی او په پای کې د سعودي او یمن د شخړې په سوله ییزه حل ټینګار شوی.

په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان له سعودي عربستان سره ژورې تاریخي او دیني اړیکي لري او د الحرمین الشریفین دفاع د هر مسلمان وجیبه ده.

د ارګ په اعلامیه کې هڅه شوې چې له سعودي څخه د ملاتړ په دریځ کې د سیاسي پر ځای دیني او مذهبي اړخ پیاوړی وښيي.

اعلامیه لیکي چې «الحرمین الشریفین» ته د هر ډول ګواښ د رامینځته کیدو په صورت کې به افغانستان «په ټول قوت سره» د سعودي عربستان تر څنګ ودریږي.

خو په اعلامیه کې دا نه ده روښانه چې ګډ حکومت به له سعودي څخه نظامي ملاتړ هم وکړي او که به یوازې په سیاسي او تبلیغاتي ملاتړ بسنه وکړي.

دغه راز یې په یمن کې «د ولسواکۍ پر اصل» ولاړ قانوني نظام مشروع بللی او زیاته کړې يې ده چې د یمن له قانوني حکومت څخه ملاتړ کوي.

دا لومړی ځل دی چې افغان دولت په عربي هیوادونو کې د کودتاوو پر وړاندې د مشروعو نظامونو د ملاتړ غږ اوچتوي. له دې وړاندې په مصر کې د محمد مرسي په مشرۍ د ولسواکۍ پر اصل ولاړ قانوني او مشروع نظام د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې راوپرځید، خو د افغانستان دولت پرې غبرګون نه وه ښودلی.

ارګ که څه هم له سعودي عربستان سره د پراخ ملاتړ ژمنه کړې، خو د اعلامیې په پای کې یې ټینګار کړي چې باید دغه «بحران» د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو په همکارۍ په سوله ییز ډول حل شي.

د ګډ حکومت په اعلامیه کې راغلي چې دا دریځ یې د دیني علماوو، سیاسي او جهادي مشرانو او همدا راز د ملي امنیت شوری د موافقې په رڼا کې له ډیرو سلا مشورو وروسته اعلان کړی.

تر اوسه اجرایوي رئیس عبد الله عبد الله چې له ایران سره په نږدې اړیکو پیژندل کیږي، د سعودي په مشرۍ د یمن د جګړې په موضوع څرګندونې نه دي کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د