نظــر

(ع) شی نلری، (غ) یو ټکې پرسر لري

لیکواله: حریا شملزۍ

د هیواد روان سیاسی حالت او د ګډ حکومت لاس ته راوړني او منفی اثرات یی که و څیړل شی جواب یی شاید هم دا وي په وړوکوالي مو په مسجد کی درس وایي ملا صاحب به راته د حروف هجا د زده‌کړې په موخه راته ویل الف شی نلري (ب) یو ټکی تر شا لري عین شی نه لري غین یو ټکی پر سر لري.

زموږ ګډ دولت همداسی انځورولای شو، تر هر څه وړاندې زموږ ګوډاګۍ دولت مسلم نړیوال قوانین مات کړي ولسمشر یو وی دوی دوه دي، د کوم موټر جلو چی د دوو موټروانانو لاس کې وي حتما به کندې ته لویږی په تیره چې د ډرایور موټر هم خپل نه وي او چا د دې لپاره ورته سپارلی وي چې په دواړو یې زده کړی بیا دې د موټر او مالک الله مل شي.

د یوې مسلمانې افغانې په حیث زما عقیده بل څه راته وایي، الله تعالی وعده کړې ( که تاسو زما د دین ننګه وکړئ زه ستاسو نصرت کوم او تاسو ثابت قدمه جوړوم ) دې کې هېڅ شک نشته چې افغانانو د خپل توان سره سم د الله د دین ننګه کړې او په تیرو دریو لسیزو کی یې بې شمیره قربانۍ ورکړي او دا د الله نصرت ده چی د یرغلګرو له ټولو شته امکاناتو او هڅو سره سره هیواد ته داسې څوک پیدا نکړ چی د ولس قناعت پرې وشي، عبدالله عبدالله چی یو متعصب پنجشیری ده او له پښتنو سره خورا تعصب لري او په درواغو کله ځان کندهاری توخی معرفي کوي ترڅو پښتانه قانع کړي نور هیڅ د حکومت دارۍ اهلیت نلري او نه کوم ملي ملاتړ لري حتا د نظارشوری مهم غړی په کابینه کی د څوکۍ غوښتنو د نه منلو له امله ترې خفه دي خصوصا د هرات ولس.

اشرف غني تر یو حده د دیموکراسی او اقتصاد پوهنې شهرت درلودی او لږ تر لږه د پښتنو د اکثریت قناعت یی هم شاید پرې کړی وای ولې له بده مرغه د رولا غنی په شکل یو ټکی پر سر لري چی لبنانۍ عیسایڼې ده او شاید واده یی د یو پروګرام له مخې شوي وي او اوس غواړي چې خپل شوم او ناروا کلتور پر مسلمانوافغاني میرمنو عملي کړي چې په تیرو اوونیو کې یې بیلګې ولیدل شوې او د هیواد والو له سخت رد عمل سره مخ شوي او له پاکستان سره نوې انډیوالي چې د امریکا په غوښتنه جوړه شوې او له هند سره د اړیکو په کمولو سره او له طالبانو سره د جوړ جاړي په بدل کې چې موږ اوتاسو پوهیږو چی کومه مثبته مفروضه نده؛ نه طالبان د پاکستان په قول او فعل دي او نه هم هند دغه راز مشروط تعلقات زغملای شي.

ددی لپاره چی لیکنه می اوږده نشي د الله تعالی هغه قول او وعده چی زموږ نصرت به کوي او له دغه بې ټکي ع او د صلیب په کلیسا کی روزل شوی غ نه مو خلاص کړي کیدلای شي چې طالبان خپل نظامی شیندلی ځواک را ټول کړی او له پاکستانه د فشار د نه زغملو په وجه په داخل کی لنډ مهاله پریکنده جګړه وکړي او مهمي سیمی لاس ته راوړی او ۲۰۱۵ کال مو د امریکایی اشغال وروستی کال او هیواد مو د یو سوچه اسلامي او ملي حاکم دولت څخه برخمن شی او د پردۍ مکروه دیموکراسۍ نه مو نسلونه خوندی شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

بارک الله
غيرتمنې خورئ !

طوفان طوطاخیل

رښتیا هم عین شیئ نه لري او غین یو ټکی پر سرلري ، خو ان شاء الله چې دسپرلي په رارسیدلو سره به دټکیو په ځای باندی ددوی پر سرونو تندریزي ټکې ولویږي

حریا شملزۍ

د نن اسیا ویب پاڼي مشرتابه ، عبد الله او صافی صاحب نه ډیره مننه چی د فیس بک نه په تیښته بریالۍ شوی خور ته مو د توری او قلم تر سپیڅلي چتر لاندی ځای ورکړ او ماتی ګوډی لیکنی مو لمړی راته اصلاح او بیا نشر کړی ، الله تعالی دی تاسو ته اجر درکړی ، زه حریا شملزۍ د حاجی محمد یعقوب لور د فاریاب ولایت د المار ولسوالی د خواجه ګوهر اوسیدونکی په خټه شملزۍ او له زابل ولایت نه شمال ته نقل شوی یو اوس مهال په دارالهجرت کی اوسم دینی او عصری زدکړی می د لمړی درجی تر دوولس کلنۍ تر لاسه کړی چی اکثره یی عربی او اردو ژبه وه او له بښتو سره ډیره مینه لرم هرڅه په پښتو لیکم ځکه زیاتی نیمګړتیاوی لری ستاسو دغه همکاری او لارښونه به زما نیمګړی کمزوری زدکړی ته د رنځور د درمل په څیر شی ،،،،،،،،،،،،،،،،،،، بیا هم ډیره مننه خور مو حریا شملزۍ

داؤد توخي

واقعا قلم دی تاند اوسه حریا خوری ع او غ د ملت د ښمنان او د بل مزدوران دی الله دی دوی ورک کړی او هیواد ته دی الله پاک یو سوچه اسلامی نظام راولي چی ملت مو د ارامي احساس وکړی او دکونډو او یتیمانو احصائیه مو ډیره لوړه چی نوره شاهد د زغملو نه وی

عائش

حریا خور ستاسو په عقیده په ضمیر اوپه دی سپیځلی احساس افرین شه که دهیواد کوته په شمیرداسی میرمنی وجود ولری نو پوی شه چی دارګ ماڼی ته به هیڅ کله صلیبی څیری داخلی نه شی خو خدایزده چي په دی پټواسرارو په اوس افغان ملت ددومرو ډالرو اودی ستری اقتصادی بهران سره جګړه وکړی اوکه به دترکیی غوندی بی له قید اوشرط څخه تسلیم شی .
سره لدی خبری چي الله پاک په قران کریم دیهودو اونصاری وو له دوستی څخه جدی منعه کړي او په وړاندی یی ددوی دمتقابل غبرګون ترغیب کړی .
پاته سوه دعین اوغین خبره غین په ډیرو هغو اصظلاحاتو کی کارول کیږی چي دفاعل اومفعول تعبیرونه تری کیدای شی
خودا په څوک راته ووایی چي رولا په سراوپای څه لری؟

ایمل اندړ

زما غیرتمنې او هوښیاري خورې ! الله ج دي په قلم او عمر برکت کړه او سل زره اربکیان او غلامان دي ستا تر دې پاکې عقیدې ځار شي.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close