نړۍ

د روهینګیا په مسلمانانو تجارت کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): په تایلنډ کې د انسانانو تجاران دروهنیګیا په مسلمانانو باندي د څارویو په څیر تجارت کوی او هغوی له ځانه سره په بند کې ساتي.

د الجزیرې د راپور سره سم په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو د یوه (بورمايي) ځوان انځورونه نشر شوي، کوم چې د تایلنډ د انساني تجارانو په لاس کې لوېدلی.

دغه ځوان د دغو تجارانو د سخت تعذیب او وهلو ټکولو وروسته په یوه خطرناک او بې مثله جلدي ناروغي اخته شوی، او ویل کیږي چې اوس یې پر سر باندي تجاران د هغه د کورنۍ سره په ډیرو پیسو د معاملې لپاره تیار شوي.

د بشري حقوقو څارونکو په وینا په تایلنډ کې داسي پټ زندانونه شته چې هلته د انسانانو تاجران خپل برمته شوي کسان ساتي، چې په هغو کې اکثریت د هغو مسلمانانو دی چې د ګاونډي هیواد بورما څخه د حکومت د ظلم او جبر له کبله تایلانډ ته پناه وروړې او زیات شمېر یې ښځې او ماشومان دي.

د راپور سره سم له دغو بندیانو سره د انساني کرامت نه لیري ناوړه معامله کیږي، شکنجه کیږي، او په داسي حال کې په بندو او تنګو کوټو کې ساتل کیږي چې لاسونه او پښې یې تړل شوي وي، او له هر نوعه صحي اسانتیاوو څخه بې برخي وي.

که څه هم د تایلانډ حکومت ادعا کوي چې ددوی په هیواد کې د روهینګیا په مسلمانانو باندي تجارت نه کیږي، خو ځیني خبري سرچیني په تاکید سره وايي چې د روهنیګیا د مسلمانانو په تجارت کې حتی حکومتي چارواکي لاس لري.

د هیومن رایټس واچ موسسې چې د بشري حقوقو څارنه کوي، په خپل یوه راپور کې ویلي چې د خپل هیواد څخه د تښتې وروسته د روهینګیا مسلمانان په تایلنډ کې د چارواکو او انسانانو د تجارانو لپاره د ګټي ښه فرصت ګرځېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x