نظــر

کابل پوهنتون مرکزی لیلیه (یادښت)

لیکوال: احمدزی – لوګر

یاره وو به د ۱۳۸۰ کال نه تر ۱۳۸۶ کلونو منځ دکابل پوهنتون مرکزی لیلیه چی له پیله تر اوسه د ډیرو او مختلفو غونډو مظاهرو او …… شاهده ده بس په دی کلونو کی هم ډیری سړی تودی پکی تیریدلی ، محصلین شهیدان شول، ورک شول، بندیان شول تعذیب شول او نور….

په هر چا به چی ده استخباراتو خوښه شوه د طالب القاعده او نوری ټاپی وهل کیدلی خو هغه خوځښت او حرکت چی په پوهنتون کی وو هغه نه تت کیده سبا بیا هغه مظاهری ، مبارزی او مجاهدی وی، ډیرو ملګرو په هماغه وخت کی له خپل رب سره په کړی تړون وفا وکړه په ډیرو سختو شرایطو کی په خپل امتحان کی کامیاب او پاخه ووتل او ددی آیت مصداق ګرځيدلی (مِنَ الْمُؤْمِنِینَ رِجالٌ صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللَّهَ عَلَیْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضى‏ نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ وَ ما بَدَّلُوا تَبْدِیلًا ) چی یا یی دشهادت جامونه نوش کړل او یاهم بی له کوم جزئی تغیر څخه په خپل عهد ولاړ او منتظر دی، خو دا چی دا دور د یمیز الخبیث من الطیب دور دی نو ځینی هغه کسان چی هغوی به په پوهنتون کی په کابل میشتو جهادی رهبرانو پسی سپکی سپوری ویلی او ډول ډول خبری به یی ورپسی کولی او دوی به یی داستعمار ګوډاګیان بلل خو ډیر وخت لا نه وو تیر چی متاسفانه دوی خپله د هغوی په سرنوشت ګرفتار شول، د تحصیل په دوره کی یی هم کله استاد ربانی سره اړیکی نیولی کله به جمعیت اصلاح ته واوښتل کله به یی له استاد سیاف څخه فرشته راته جوړه کړه خلاصه په ټولو دروازو ننوتل داچی نتیجه یی نه ورکوله که د دوی دجاه طلبی او مال طلبی حرص به ډيریدو نه پوهيژم خو آخر کی بیچاره ګان داسی شول چی هر ډول ته ګډیډل او اوس خو داسی شوی لکه منافقین او یا ضعیف الایمان مومنان چی د وخت او حوادثو طوفانونه یی هری خوا ته زغلوی، مخکی به ورته دیموکراسی کفر او دیموکرات کافر ښکاریده اوس خپله د دیموکراسی نغاری ږغوی.

زه د هیڅ ملګری سره کینه نلرم او نه یی هم د پرمختګ بدبینه یم خو په یوشی می ډيره خوابدیږی هغه داچی هغه ملګری چی پرون مو څنګ په څنګ د (خیبر، خیبر یا یهود –جیش محمد (صلی الله علیه وسلم) سوف یعود) شعارونه ورکول، خپرونی یی درلودی مستعار جالب او دلچسپ نومونه یی خوښ کړی وو لکه حمزه، خالد او ……. خو نن دوی د راغلی نړیوال زبیښناک ښکیلاک تر ګوډاګی هم ور ها خوا وی، کله مجاهدینو ته سپکی سپوری وایی، کله د موجوده حکمرانانو هره روا او ناروا توجیه کوی او کله بیا اربکی شی او یا هم اربکی ته دشهیدانو القاب ور ډالی کړی.

لږ خو سوچ وکړی چی اربکیزم د چا طرحه ده ؟ په قندوز، بغلان، میدان وردګو، بادغیس، فراه ، لوګر، غزنی او په نورو ولایتو کی یی څه ونه کړل؟

پرون د بغلان ، قندوز، میدان وردګو، غزنی ، پکتیکا د مفسدو اربکیانو په مرګ خپه وی نن به نو خود د لوګر په سبزعلی او منصور خپه یاست، عجبه لا دا چی د شهید په لقب ورکولو سره د قرانی آیتونو او دین عملی تحریف کوئ سبا به د حکیم شجاعی، جنرال رازق، عطا نور، او عزیزالله په مرګ هم خفه یاست.

خو زه هغه د استاد یاسر خبره درته تکراروم چی استاد سیاف ته یی کړی وه، ذلت می نه ده درباندی پیرزو، تزلزل نه درته خوښوم اوس هم لا وخت شته که د روان مقاومت فتحی او جهاد ملاتړ نه کوئ نو تخریب خو یی مه کړی، د صلیبیانو او دهغوی دمزدورانو ننګه خو مه کړی.

سترګی مو جار شم دا فقط عاقلان را اشاره

نور بیا.

احمدزی – لوګر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x