افغانستان

د ګريشک امنيه قوماندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت ګريشک ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې حکمت الله حقمل تېره شپه د ګريشک ولسوالۍ مېرمن داب سيمه کې هغه مهال د سړک د غاړې په ماين کې ووژل شو، چې نوموړی يادې سيمې ته د مخالفينو ضد عملياتو پسې وتلی و.

د هلمند امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر پاچا ګل بختيار رسنيو ته وويل، چې په چاودنه کې قوماندان حکمت الله ژور ټپي شو او روغتون ته له لېږدولو وروسته يې ساه ورکړه.

د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې چاودنه کې نورو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، مګر د پېښې د قربانيانو د کره شمېر په اړه يې څه ونه ويل.

معلم میرولي خان - د چپې خوا دوهم
معلم میرولي خان – د چپې خوا دوهم

وژل شوی حکمت الله حقمل ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي معلم ميرولي خان زوی و او له دې وړاندې يې هم د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې د امنيه قوماندان په توګه دندې ترسره کړي دي.

که څه هم تر اوسه طالبانو ددې پيښي په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تیره ورځ یې په یوه خبر کې ویلي وه چې دوی د هلمند سنګین ولسوالۍ کې یوه چورلکه را وغورځولې او ۱۵ کسه عسکر یې په کښي وژلي دي.

د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه دولت څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x