رازې ملګرو ټول لکه دستورو سره ټول شو
رازې ملګرو ټول لکه دستورو سره ټول شو-
یوبڼ یوه ښکلا شوسره ګلونه دغاټول شو-
رازې له بینه وباسو دا کرکی توپیرونه-
هدف مو یو فرمان مو یو تسپوغوندی پری شپول شو-
همغږی کړو لاسونه د وروری اوصداقته-
په هر دوښمن والله چی برخمن دبرې خول شو-
اوزبک تاجک ترکمنه فارسیبانه او پښتونه-
بالا ترسیر چی نشو ټول تللی په یو تول شو-
بیرغ دآزادۍ دهندوکش په څوکه خښ کړو-
کتاب ته دتاریخ یو باب بیان دننګ سمبول شو-
اې ننګ پت او عزت باندی مئینو افغانانو-
په خپله سره راشو سره کینو سره سول شو-
میړانه چی مووستایی وصال دشعرپه ژبه-
په ګډه بیا را پاڅو د همدی شعرغزلبول شو-
————-
بشیر وصال