سعودي په عربي هیوادونو کې دریم او په نړۍ کې ۲۸م ستر پوځي ځواک دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): له هغه راهیسي چې د سعودي حکومت د حوثیانو د انقلاب په خلاف په یمن بمبارۍ پیل کړي، او د سیمه ایزو هیوادونو او ملګرو هیوادونو یو لوی ایتلاف یې جوړ کړی، د سعودي د پوځي ځواک په اړه له خلکو سره سوالونه پيدا شوي.

د یمن جګړې په هوايي بریدونو کې تر نیمايي زیاتې الوتکې د سعودي دي چې د حوثیانو په خلاف عملیات کوي.

د ګلوبال فایر پاور په نامه د امریکا یو څیړونکي مرکز ویلي چې د سعودي پوځ د خلیج په سطحه تر ټولو پياوړی قوت دی، او د عربي نړۍ په کچه د مصر او الجزایر وروسته د پوځي ځواک له اړخه دریم هیواد دی او د نړۍ په سطحه د ۱۲۶ هیوادونو په لیست کې په ۲۸م مقام باندې قرار لري.

د هغه څیړني سره سم چې په تیرو ورځو کې د ګلوبل فایر پاور له خوا نشر شوی، په کي ویل شوي چې سعودي ۲۳۳۵۰۰ (دوه سوه درو دیرش زره او پنځه سوه) پوځیان لري، چې د هغوی څخه ۷۵ زره ځمکنی پوځ، ۱۳۵۰۰ سمندري پوځ، ۲۰ زره هوايي پوځ، او ۲۵ زره احتیاطي پوځیان دي، او پر دې سربیره د الحرس الوطني په نامه سل زره نور پوځیان لري.

دفاع او الوتکي

په ځمکني پوځ او دفاعي ځواک کې سعودي ۱۲۱۰ ټانګونه، ۵۴۷۲ زغروال موټر، ۵۲۴ خپله حرکت کونکي توپونه، او ۴۳۲ په نورو موټرو پسي کشېدونکي توپونه، او ۳۲۲ د میزایلو توغونکي دستګاوې لري.

په هوايي ځواک کې ۱۵۵ دفاعي جنګي الوتکي، ۲۳۶ برید کونکي جیټ الوتکي، ۱۸۷ بار وړونکې الوتکي، ۱۶۸ د تدریب او تمرین الوتکي، او ۲۰۰ چورلکې لري. په دې هوايي ځواک کې سعودي اکثره جنګي پرمختللي الوتکي لري چې په هغو کې ایف ۱۵، ټورنېدو، او ییورو فایټر ټایفون او نورې شاملي دي.

په سمندري ځواک کې سعودي ۵۵ مختلف النوعه بیړۍ او جنګي وسایل لري، چې په هغو کې لږ تر لږه ۷ چټکې جنګې بیړۍ دي، او دا هیواد هڅه کوي چې اوبتلونه هم وپیري.

د سعودي د هوايي ځواک په اړه ویل کیږي چې د پوځ ۱۶ زره عسکر د هوايي دفاع په برخه کې کار کوي، او ۲۵۰۰ کسان بیا د ستراتیژیکو میزایلو په برخه کې مسؤولیت سرته رسوي.

د سعودي کلنۍ دفاعي بودیجه ۵۶.۷۲ ملیار ډالره ده. په تیر ۲۰۱۴ کال کې د سویډن یو څیړنیز مرکز د پوځي لګښتونو له پلوه سعودي د نړۍ په سطحه څلورم هیواد بللی وو، او ویلي یې وه چې سعودي په ۲۰۱۳ کال کې ۶۷ ملیادره ډالره په پوځي چارو مصرف کړي، چې د ۲۰۰۴ کال په پرتله ۱۱۸٪ سلنه زیاتوالی ګڼل کیږي، او د ۲۰۱۲ کال په پرتله په کې ۱۴٪ سلنه زیاتوالی بلل کیږي.

سرچینه: الجزیره، رسنۍ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د