نړۍ

روس کې د سمندري بېړۍ د ډوبېدو له امله ۵۴ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): بحرالکاهل کې د روس کمچاتکا جزيرې کې روسي سمندري بېړۍ ډوبه شوې، چې له امله ۵۴ کسان وژل شوي او پنځلس نور ورک دي.

د روس سمندري ځواکونه وايي، چې سمندري بېړۍ کمچاتکا جزيرې کې د ټکر له امله سورۍ شوه او بېړۍ په اوبو که ډوبه شوه.

د پېښې پر مهال بېړۍ کې ۱۳۲ تنه سپاره وو، چې ۷۸ کسان يې د روس، ۵۴ د لټويا، اوکراين، او د برما اتباع وو.

د روس ميري ټايم ژغورونکې ادارې ويلي، چې د ډوبې شوې کشتۍ د ژغورنې لپاره شل بېړۍ لګيا دي او تر اوسه د ۵۴ کسانو جسدونه راوېستل شوي، ۶۳ ژغورل شوي او پنځلس تنه تر اوسه ورک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x