ورزش

د کرکټ نړیوالې ادارې مشر کمال مصطفی استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ نړیوالې ادارې مشر کمال مصطفی د چهار شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه. نوموړی ویلي چې د کرکټ نړیوالې ادارې کارکوونکي د دغې ادارې قانون په خلاف عمل کوي.

د کرکټ نړیوالې ادارې مشر کمال مصطفی د بنګله دیش څخه دی او غوښتل يي چې د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال نړیوال جام په خپلو لاسونو د نړیوال جام ګټونکی لوبډلې ته وړاندې کړي.

د کمال مصطفی له غوښتنې سره بیا هم نړیوال جام هندي نرایاناسوامې سرېنېواسن چې څو ځلي په مالي فساد تورن شوی هم دی ګټونکی لوبډلې ته وړاندې کړ.

کمال مصطفی تیره ورځ د بنګله دیش په پلازمینه ډکه کې خبریالانو ته وویل:« زه همدا اوس استعفا کوم. زه نور د کرکټ نړیوالې ادارې مشر نه یم.»

نوموړي زیاته کړه:« زما د استعفا اصلي لامل دا دی چې زه نور له هغو خلکو سره چې د کرکټ نړیوال قانون ته احترام نه لري او نه يي طبیقوي کار نشم کولی.»

کمال مصطفی چې د بنګله دیش په حکومت کې د وزارت دنده هم پر غاړه لري له دې وړاندې ویلي و چې په منځلوبه کې د خپلې لوبډلې ماتې له امله به استعفا وکړي.

نوموړی د هندوستان او بنګله دیش لوبې په اړه وویل:« د لوبې له نتیجې څخه داسې ښکاري چې دغه لوبه له وړاندې څخه فیکس شوی و او لوبڅارانو هم سمه پریکړه نه کوله.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
puppetpi

Prompt, where I can read about it?
puppetpi

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x