نړۍ

فلسطين په رسمي توګه د نړيوالې جنايي محکمې غړی شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): فلسطين په رسمي توګه د نړيوالې جنايي محکمې غړيتوب تر لاسه کړ او فلسطيني چارواکو پرېکړه کړې، چې د دې قانون په تر لاسه کولو به د اسراييلو پر ضد د جنګي جرمونو دوسيې رسمي کړي.

د نړيوالې جنايي محکمې وياند فادي عبدالله تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې فلسطين په رسمي توګه د نړيوالې جنايي محکمې عضويت تر لاسه کړ.
د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياض المالکي د نړيوالې جنايي محکمې مرکز کې رسنيو ته وويل، چې اوس دوی کولای شي، چې اسراييل د جنګي جرمونو په تور محاکمه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال جنوري مياشت کې ملګرو ملتونو د فلسطين په ملاتړ هغه مهال د نړيوالې جنايي محکمې د عضويت پرېکړه وکړه، چې له څو کالو اوږدو هڅو وروسته د فلسطين او اسراييلو تر منځ د خبرو اترو لړۍ ناکامه شوه.

نړيواله جنايي محکمه د نړيوالو جنايي جرمونو د څېړلو محکمه ده، تر اوسه ۱۲۳ هېوادونه غړي لري او فلسطين يې نوی عضو شو.

د نړيوالې جنايي محکمې څارونکو دوه مياشتې وړاندې پر غزه د اسراييلي ښکېلاک د بريدونو پر مهال د جنګي جرمونو د څېړلو پروسه پيل کړې ده.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزير وايي، چې دوی نړيوالې جنايي محکمې ته وخت ورکوي، چې تېر کال پر غزه د اسراييلي بريدونو او جرمونو قضيه په خپله وڅېړي.
سره له دې چې اسراييلو د نړيوالې جنايي محکمې قانون نه دی لاسليک کړی، مګر د جنايي او بشري جرمونو په اړه اسراييلي چارواکي د نړيوالې جنايي محکمې پوښتنو ته مسؤول دي.

بل پلو اسراييلي چارواکي تور لګوي، چې فلسطيني جهادي غورځنګ «حماس» د اسراييلي ولسي وګړو د مرګ مسؤول دی.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال پر غزه د اسراييلي ښکېلاک د بريد پر مهال ۲۲۰۰ بې دفاع ولسي فلسطينيان شهيدان شوي، له لس زرو زيات ټپيان شوي او زرګونو کورونه يې نړولي دي او د حماس په توغنديزو بريدونو کې ډېری وژل شوي کسان اسراييلي عسکر او چارواکي وو.

درې مياشتې وړاندې، چې فلسطيني چارواکو د نړيوالې جنايي محکمې د عضويت لپاره منډې ترړې زياتې کړې، امريکا او اسراييلو په ګډه د فلسطين د عضويت مخالفت وکړ او ټينګار يې کاو، که فلسطين د نړيوالې جنايي محکمې عضويت تر لاسه کړي، نو دا به د اسراييلو او فلسطين تر منځ د سولې روانې پروسې ته زيان واړوي.

هغه مهال امريکايي چارواکو ګواښ کړی و، چې فلسطين لپاره د نړيوالو مرستو ۴۰۰ميليونه ډالر به پرې بند کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x