شعـــــرونه

دپردیوغرور مات شو

afghanistan_bomb_germany_nato

ګیر له هرې خوانه دنړی یاغي اورپـــــــــــــــــــــــکې دي

تښتي به په کومه ده وتولارې ترې ورکــــــــــــــــــــې دي

هغه زورورهغه مغروراوکبرجن لښـــــــــــــــــــــــــــــــکر

مات شوپه ګـــــــــــونډوشولواولاهم زاره ترکـــــــــــې دي

هغه پرمخ تللی وسا‌یل یې بې معنی دي هــــــــــــــــــــــم

ښکاری چې ناکام یې بې پیلوټه هم چــــــــــــــورلکې دي

داوطن شخ بریتی اوباطورباطور زلمي لــــــــــــــــــــــري

ځکــــــــــــه دپردیوله دې خاورې نه پښې سپــــــــکې دي

دلته په دې غــــــــــــــروکې دشاهین دحملو ښکاردی  نن

ویستی یې له دې توروکارغـــــــــــــــــــــانونه بڼکې دي

ښکاری چې په زغــــــــــرو اوبمونوطیارونه شو  لــــــه

ځکه یې دسولـــــــــــــــــــــــــې هلی ځلې نن چټکې دي

دلته کوم پـــــــــــردي چې «حبيبي » په زورراغلي دي

غرونه اودرې یې په ککروباندې ډکــــــــــــــــــــــې دي

حبیبي وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x