خوست کې چاودنې د ولسي جرګې د وکيل په ګډون ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د خوست ولايت مقام شاته د والي کور ته څېرمه په يوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې چاودنه د والي کور ته څېرمه هغه ځای شوې، چې ولسي وګړو د والي پر ضد خيمې وهلي دي.

ځايي چارواکي وايي، چې چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان دي، چې د خوست بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د خوست ولايت د عامه روغتيا رياست وايي، چې د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

باوري سرچينې وايي، چې چاودنه کې د ولسي جرګې وکيل همايو همايون هم ټپي شوی دی.

له پېښې وروسته خوست ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او اوس هم د خوست بازار کې د والي پر ضد او ملاتړ دوه جلا جلا لاريونونه روان دي. د پېښې په اړه د نورو جزياتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ahmadzai
میلمه
ahmadzai

خبر مو تصحیح کړی ،چاودنه په خوست کی نده شوی او نه یی ږغ اوریدل شوی دی،جنګ شوی دی د والی او همایون د کسانو ترمنځ ،خو تراوسه د مرګ ژوبلی هیڅ کره شمیره نده معلومه ،همایون هم ویشتل شوی دی او ناتایید شوی راپورونه وایی چی ده وکیل همایون به ګډون ۱۴ تنه مړه دی

عبدالرحمن
میلمه
عبدالرحمن

الله دی مرتدین او کفار هلاک کری زمونگ هیواد نه یی ارامی ورکه کری ده زمونگ افغانان غلامان شوه په دالرو یی خپل دین او ایمان خرص کرو خو دین وطن کی لا زمریان شته هغه زمریان چه خپل دین او ناموس او خپله خاوره پخپلو وینو ساتی .
مونگ له مرگ نه ویرویگو د شهادت په شان اصلحه درته لرو .
انشاءالله اسلامی دولت راتلونکی ده .
د کفارو او مرتدینو اخری نفسونه دی انشاءالله د الله په فضل به خپل وطن کی اسلامی نظام راولو .
انشاءالله