ورزش

ډینیل ویټورې له کرکټ لوبې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ لوبډلې ورو توپ اچوونکی ویټورې خپل هیواد ته له رسیدو وروسته وویل چې غواړي له کرکټ لوبې څخه استعفا وکړي.

ویټورې چې اوسمهال ۳۶ کاله عمر لري په نړیوال جام کې له استرالیا څخه له ماتې خوړلو وروسته په رسمي ډول تایید کړ چې غواړي له کرکټ لوبو څخه استعفا وکړي.

ویټورې خبریالانو ته وویل:« د نیوزیلینډ لپاره دا زما وروستۍ لوبه وه او زما لپاره د استعفا ورکولو تر ټولو غوره چانس دی. دا به مونږ لپاره ډیره غوره وه چې پایلوبه مو ګټلی وای خو بیا هم زه د نیوزیلینډي لوبډلې له لوبې څخه ډیر خوښ یم او پرې افتخار کوم.»

ویټوري زیاته کړه:« زه له ټولو هغو کسانو څخه چې لوبډلې کې زما شتون څخه يي ملاتړ کړی و مننه کوم په ځانکړی ډول له برینډن میککلم او د لوبډلې له روزونکی مایک څخه.»

ویټورې د هغو ۸ لوبغاړو له جملې څخه دی چې په ټېسټ لوبو کې يي ۳۰۰ ویکټې اخیستې او ۳۰۰۰ منډې يي جوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x