نیوزیلینډي توپ اچوونکي مېلز له کرکټ لوبې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ لوبډلې توپ اچوونکی کېل مېلز په نړیوال جام کې د استرالیا په خلاف له ماتې خوړلو وروسته له کرکټ لوبې استعفا وکړه.

له دې وړاندې ویټورې هم استعفا کړی و خو ویټورې خبریالانو ته ویلي چې له دې وروسته به بیا هم په شل اوریزو لوبو کې ګډون کوي خو مېلز بیا ویلي چې له دې وروسته به نور کرکټ لوبه نه کوي او په هیڅ ډول لوبو کې به برخه نه اخلي.

مېلز خبریالانو ته وویل:« دا زما لپاره د افتخار ځای دی چې ۱۴ کاله مې خپل هیواد لپاره لوبې کړي.»

نوموړي زیاته کړه :« فکر کوم چې دا زما لپاره تر ټولو غوره وخت دی چې له کرکټ لوبې استعفا وکړم او غواړم له دې وروسته خپلې کورنۍ ته وخت ورکړم ځکه چې زما کورنۍ ما سره خپل د ژوند هدف په پوره کولو کې ډیره زیاته مرسته کړې.»

مېلز د نیوزیلینډ لوبډلې کې د لومړۍ ځل لپاره په ۲۰۰۱ زیږیدیز کال کې د پاکستان خلاف لوبه کې ولوبول شو چې له هغې وروسته يي په ۲۰۰۴ زیږیدیز کال کې خپل لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه.

مېلز د نیوزیلینډ لپاره ۱۹ ټېسټ لوبې کړي چې وروستۍ ټېسټ لوبه يي د هندوستان په خلاف و. نوموړی ۱۷۰ نورې لوبې هم کړي چې دغو لوبو کې يي ۲۴۰ ویکتې اخیستي.

هیره دې نه وي چې مېلز ته د نړیوال جام لپاره اعلان شوې لوبډلې کې ځاي ورکړل شوی و خو د نړیوال جام په جریان کې د لوبې چانس ورنکړل شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د