افغانستان

د پکتیا والي: خپله دنده د حزب اسلامي په خوښه پرېږدم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا والي جمعه خان همدرد وايي چې په دې ولایت کې خپله دنده د خپل ګوند په خوښه پرېږدي.

دوه ورځې وړاندې ځينو سرچینو د جمعه خان همدرد د استعفا اړوند خبرونه ورکړل او ويې ویل چې نوموړي خپل استعفالیک ارګ ته لېږلی دی.

د پکتیا والي نن رسنیو ته وویل چې نوموړی خپله دنده د خپل ګوند – حزب اسلامي – په خوښه پرېږدي،خو په خبره يې تر اوسه يې لا استعفا نه ده منل شوې.

نوموړي وویل چې ارګ هڅه کوي، چې دی باید پر خپله دنده پاتې شي، خو په قول يې د ده پرېکړه جدي ده او په نږدې راتلونکي کې به ورسره ارګ هم د هغه استعفا ومني.

همدرد نه دي ویلي، چې د دوی ګوند نوموړي ته ولې د دندې پرېښودې مشوره ورکړې ده.

تر دې وړاندې د حزب اسلامي بل غړي او د ننګرهار سرپرست والي عطاالله لودین هم په دې ولایت کې د ملي اردو د عسکرو له لوري د قرآن کریم د سپکاوي په خاطر خپله دنده پرېښوده خو په ډاګه يې د دندې پرېښودو علت ونه وایه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کامل

نه پوهيږم چې همدردصیب دنده پریږدي که دبلې کورسئ لپاره تیاری کوي،همدرد صیب اوس که يي پریږدې هم پروا نسته ځکه دهمدې دندې له برکته په دوبئ دکورونو مالک شوې

کمال

همدردصیب حزب اسلامی ایله۱۴کاله وروسته دریادسو،کوم چوپړچې دی دا۱۳کاله نړيوال یرغل ته وواهه هغه هم دحزب اسلامی حکم اومشوره وه؟؟؟؟

طوفان طوطاخیل

حزبیان ټول همداسي دي ، لکه منافقین نه یې مخ معلوم دی نه شا، لا الی هؤلاء ولا الی هؤلاء ، یوخوا نعرې وهي چې له حکومت سره جګړه کوو یرغلګر اودهغوی ګوډاګیان نه پریږدو ،بل پلو پیا خپله دغه دګوډاګي توب رسۍ په غاړه په لوړو چوکیو کې دیرغلګرو لپاره چوپړوهي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x