طنــزونه

ته پوه سه او دا لوند لرګى

يوه پيشي له پړانګ سره مخا مخ سوه ، پړانګ چي ډير وږي و پيشي ته يي وويل دا چي زه نن ډير وږي يم نو تا خورم ؟ پيشي په جواب کي ورته وويل ته ما ولي خو ري ، زه خو ستا دخا له لوريم پړانګ ورته وويل چي ته زما د خاله لور يي نو ته ولي کو چنۍ يي پيشي ورته وويل زما پر ملا يو انسان لا س را تير کړي زه کو چنۍ سو م پړانګ ورته وويل دا  انسان چيري دي چي زه يي ورسره معلومه کړم  پيشي په جوا ب کي ورته وويل درځه چي زه يي در وښه يم پړا نګ اوپيشي سره روان وه چي يو ځا ي يي يوسپين ږيري سړى وليدي دوني په سرکي ولاړوواودخپل کورله يي لرګي ماته ول او په رسۍ يا پړي يي خپل ځا ن ټينګ تړلي وپړانګ اوپشي ورته ود ريدل پړانګ په تو نده لهجه ورته وويل چي تا ولي زما د خا له دلور پر ملا لا س ورتير کړي و چي هغه دي کو چني کړي ده سپين چي فکروکړي چي پړانګ خو پيشي ختا ايستلي دي نو يي پړا نګ ته وويل چي ته وس لما څخه څه غواړي پړانګ ورته وويل زه ستا څخه دخپل خا له دلو رقسات اخلم سړې ورته وويل چي زه درکښته سم خو ته زما څخه تښتې پړا نګ ورته وويل زما په مذ هب کي تيښته نسته راکښتسه چي سره معلومه يي کړو سړي بيا ورته وويل هغه وخت در تا کيږم چي ضا مين را کړي پړانګ پر پشي مخ را وړه وي چي ته مي ضما نت وکړه پشي ورته وويل که زه ستا ضمانت وکړه اوته وتښتې خو زما څخه به بيخي څرمن وبا سي سپين ږيري ورته وويل بله لا رهم سته پړانګ ورته وويل هغه څنګه هغه دا سي چي زه به تنا ب يا پړي درکښته کړم اوپشي به تنا ب ستا په غا ړه کي دربند کړي بيا به نو زه پسي درکښته سم ، پړا نګ وويل ډيره مي خوښه ده سپين ږيريي هم پړي راکښته کړۍ  پشي دپړانګ په غا ړه کي پړي بند کړي سپين ږيري پړي کش کړي اوپړانګ يي په ونه پوري وتړۍ په ونه کي لوړ کس را کښته سو او پر پړا نګ يي دوهلو با ران جوړ کي دڅه وهلو رسته هغه کس بيا ورته وويل چي نه نه نه زبه ستا دپاره يو لوند لرګي را وړم اوستا غا ښونه به  په هغه لرګى درمات کړم پړانګ پشي ته وويل چي دومره مي کي لکه دا ته، نو ايله به مي کي، هغې ورته وويل ته پوه سه او دا لوند لرګى.

محمد شريف حليم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x