افغانستان

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستياله له دندې ګوښه کړای شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د اطلاعات او فرهنګ وازرت مرستياله سمين حسن زاده له خپلې دندې ګوښه کړای شوه.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکې وايي، چې آغلې حسن زاده د فرخندې د قتل په ملاتړ د خپل فېسبوک پوسټ له امله له دندې ګوښه کړای شوې ده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست مصدق خليلي رسنيو ته وويل، چې سمين حسن زاده د فرخندې د قتل ملاتړ کړی و او کورنيو چارو وزارت هغه خلک ټول د دې جرم شريک بولي، چا چې د فرخندې وژنه توجيه کړې ده.

د جنايي جرمونو د څېړلو رييس جنرال ظاهر ظاهر وايي، چې سمين حسن زاده د فرخندې د وژنې توجيه کوونکې ده او د دې څرګندونو د ټولنې د نظم په خرابولو ډېر رول لرلی دی.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې چارواکي به د آغلې حسن زاده په اړه نور څه وکړي، مګر دمګړۍ يې نوموړې له خپلې دندې رخصت کړې ده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيالې دوه اونۍ وړاندې د کب په ۲۸ کابل کې د فرخندې د وژنې په ملاتړ په فيسبوک کې پوسټ کړی و او د کابل د پارېدونکو خلکو دا کړنه يې تاييد کړې وه.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ څخه دوی ته فرمان راغلی، چې آغلې حسن زاده دې له خپلې دندې ګوښه شي.

دوه اونۍ وړاندې د کابل شاه دوه شمېره زيارت مينجور د زيارت پر خلکو غږ وکړ، چې فرخندې قرانکريم وسوځاوه او پارېدلو خلکو نوموړې په وهلو وهلو ووژله او بيا يې وسوځوله.

د پېښې په لومړيو ورځو کې د ټولنيزو شبکو ډېرو فعالانو د فرخندې قتل تاييد کړ، مګر د وروستيو څېړنو له مخې، روښانه شوه، چې فرخندې قرانکريم نه دی سوځولی، بلکې د زيارت د مينجور له لوري پر نوموړې تور لګېدلی و.

په کابل کې جمعيت اصلاح دعوتي غورځنګ وويل، چې فرخنده د دوی د عوتي حلقو او درسونو ګډونواله او د بي بي عايشې له مدرسې فارغه وه او د ژوند هدف يې اسلام او توحيد ته د خلکو رابلل و.

طالبانو هم د فرخندې د قتل په اړه په خپله اعلاميه کې د فرخندې وژنه د دښمنانو يوه دسيسه وبلله او دا کار يې په سختو ټکو وغانده.

د حکومت له لوري ټاکل شوی څېړونکی پلاوی هم وايي، چې فرخندې قرانکريم نه دی سوځولی، بلکې دا د زيارت د مينجور د دسيسې ښکار شوې ده.

د کابل پوليسو د فرخندې د وژنې په تور تر اوسه د ۱۹ پوليسو په ګډون ۴۶ کسان نيولي، مګر تر اوسه هم ګڼ کسان لا نه دي نيول شوي، چې د فرخندې په وژنه کې لاس لري.

په عين حال کې آغلې سمين حسن زاده د دې د ګوښه کولو خبرونه رد کړي او وايي، چې د نوموړې د ګوښه کېدو په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه دي روانې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x