ټکنالوژي

سامسنګ کمپنۍ سمارټ چاړه جوړوي (ویډیو)

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د ټکنالوژي برخې مشهوره کمپنۍ یو ځل بیا د سمارټ چاړه جوړولو له اعلان سره د ټکنالوژي نړۍ ولړزوله.

سامسنګ کمپنۍ خپله نوې سمارټ چاړه کاروونکو ته معرفي کړه. دغه سمارټ چاړه د سامسنګ کمپنۍ لخوا ګیلیکسي بلېډ ایج (Galaxy BLADE Edge) نومول شوې.

سامسنګ غوښتل له ګلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) سمارټ فونونو وړاندې کولو څخه وروسته نړۍ ته یوه متفاوته ټکنالوژي وړاندې کړي او د همدې موخې لپاره يي دغه سمارټ چاړه نړیوالو ته معرفي کړه.

بلېډ ایج یوازې سمارټ فون نه دی بلکې یوه غټه چاړه هم ده چې په مارکیټ کې له شته چړو څخه ۵۰ سلنه تېره هم ده او کولی شي په اسانۍ سره غذايي مواد پرې کړي.

سامسنګ کمپنۍ د دغه سمارټ چاړه په اړه وویل چې دا يي له (Diamond Cut Ceramic Body) څخه جوړه کړې کوم چې له اوسپنې څخه هم تېره ده او د زنګ وهلو په وړاندې ډیر مقاومت لري.

د سامسنګ کمپنۍ په وینا دغه سمارټ چاړه له پلاستیک څخه هم لږ وزن لري او اوبه او اور په مقابل کې مقاومت لري چې اور او اوبه يي نشي خرابولی.

د دې سمارټ چاړه یو خوا ته ۵.۱ انچ سکرین لګول شوی کوم کې چې د سامسنګ کمپنۍ تر ټولو وروستۍ امنیتي ټکنالوژي ناکس (Knox) او د ګوتې نښې اسکینر ځای پر ځای شوی.

دغه سمارټ چاړه کې یو ترمامیتر هم ځای پر ځای شوی چې د غوښې له پرې کولو څخه وړاندې يی د حرارت درجه معلوموي. دغې سمارټ چاړه کې داسې سینسرونه ځای پر ځای شوي چې ډیره کمه موده کې د انسان غوښه معلوموي او پخپله له پولیسو سره اړیکه ټینګوي.

https://www.youtube.com/watch?v=lDFiNfu-pMk

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x