ټکنالوژي

تلويزون مو په کمپيوټر بدل کړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): ګوګل او د تايوان ټيکنالوجي «اسوس» شرکت په ګډه داسې يو «USB» کمپيوټر جوړ کړی، چې تلويزون کې يې ورکړې، نو دغه تلويزون کې د کمپيوټر ټولې اسانتياوې برابريږي او خلک کولای شي، چې د وخت، ځای او پيسو په سپما له دغه «يو ايس بي» کمپيوتر څخه استفاده وکړي.

دا «يو ايس بي» کمپيوټر بس د چاکليټ په اندازه وزن لري او هر ځای يې له ځان سره ګرځولی شئ.

دا «يو ايس بي» کمپيوټر ګوګل او تايوان په ګډه جوړ کړی او ايچ ډي ايم ای کروم بټ نوم يې ورکړی، چې دغه يو ايس بي په تلويزون کې ورکړې، نو تلويزون د کمپيوټر د مونيټر شکل غوره کوي، ماوس او کي بورډ له تار پرته د بليو ټوت په واسطه ورسره يو ځای کيږي.

ګوګل وايي، چې کروم بټ يو مکمل کمپيوټر دی او د يو چاکليټ په اندازه وزن لري او ټول قيمت يې سل ډالر دی.

د ګوګل له قوله دا يو نوی پرمخ تللی پروګرام دی، چې د ښوونځيو، کاروباريانو او کمو پيسو لرونکو کسانو لپاره ډېر ګټور دي.
ګوګل وايي، ۲۰۱۱ز کال راهيسي يې په يو ايس بي کمپيوټر جوړولو کار کاو او تر څنګ يې سرفېس ټيبليت هم جوړ کړی، چې بې وزله زده کوونکي يې ډېر په اسانه او کمه بيعه تر لاسه کولای شي.

ګوګل وايي، چې د مبايل په څېر يې کمپيوټر لپاره هم انډريوډ سيسټم جوړ کړی، چې له برکته به يې د کمپيوټر کارونه، نور هم اسانه او ارزانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x