افغانستان

لاریون کوونکي: غور کې اصلاً اداره نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت سلګونو اوسېدونکو د دې ولایت د ولايتي شورا دفتر مخې ته د ولایتي ادارې پر ضد خېمې وهلې دي او وايي چې په غور کې اصلاً دولتي اداره نشته.

دغه لاریون کوونکي چې ډېری ځوانان دي وايي چې دوی به تر هغو خپل لاریون او اعتراض ته ادامه ورکوي، چې تر څو د دې ولایت سرپرست والي او د هغه مرستیال له دندې ګوښه شي.

د دوی په خبره د دې ولایت سرپرست والي سید انور رحمتي او د هغه مرستیال محمد امین توخی ژور خپل منځي اختلاف لري، چې په خبره يې اداري فساد او ګڼو نورو نیمګړتیاو ته يې لارې هوارې کړې دي.

لاریون کوونکي وايي چې سرپرست والي او د هغه مرستیال د پیسو په ګټلو، د خپلوانو په مقررولو او د پروژو په خپلولو کې له یو بل سره سیالي کوي.

د غور د ولايتي شورا رییس وايي چې دوی وړاندې هم د ګډ حکومت مشر ته په دې ولایت کې سیمه ییزو چارواکو اړوند د خلکو شکایت ور رسولی، خو په وینا يي چا يې غږ نه دی اورېدلی.

دا په داسې حال کې دی چې نن د خوست ولایت د والي پر ضد په متون ښار او پلازمېنه کابل کې لاریونونه وشول او د ګډ حکومت له چارواکو وغوښتل شول چې نوموړی له خوست ولایت نه لرې کړي.

د خوست په متون ښار کې ورسره جوخت د والي په ملاتړ هم لاریون روان دی، چې د دواړو لاریونونو تر منځ د ټکر له امله مرګ ـ ژوبله هم اوښتې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close