fbpx

علومي: مجرم پولیس باید قانوني مجازات شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزیر وايي چې له قانونه سر غړونکي پولیس باید قانوني مجازات شي.

نوموړي چې نن د ځانګړو ځواکونو له عسکرو سره ناسته درلوده، وویل چې پولیس په تېره بیا هغوی چې په دې وروستیو کې نظامي روزنه ورکړل شوې ده د کورنیو چارو وزارت لپاره د ویاړ سبب دي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي پر پولیسو غږ وکړ، چې باید د قانون په تطبیق کې تر نورو وړاندې واوسي او که کوم عسکر له قانونه سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره وشي.

علومي په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې، چې نظامي څارنوالي په تازه څرګندونو کې ويلي چې یوازې په تېر کال کې ۶۵۰ تنه پولیس مجرم پېژندل شوي دي.

نظامي څارنوالي چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې کار کوي، وايي چې دوی ته د پولیسو د سرغړونو، جنسي تېريو، د ولسي وګړو وژنه، د وسلو خرڅلاو او د پولیسو له لیکو د تېښتې د هڅو په تور د ۶۵۰ تنه پولیسو دوسیې ور وړل شوې دي، چې تر اوسه يې ۵۰۰ دوسیې څېړلې دي.

د نظامي څارنوالي رییس څارنپال ډګر جنرال سید فضل کریم سادات وايي چې دوی د دوسیې د څېړلو لپاره لا هم په کار بوخت دي، د دوی په خبره په دې سلګونو مجرمینو کې له عادي عسکره تر جنرال پورې کسان ښکېل دي.

که څه هم ولسي وګړو په کندهار، غزني، زابل، پکتیکا، لوګر، ننګرهار او ګڼو نورو سیمو کې د اربکیانو، پولیسو او د اردو د عسکرو له چلنده شکایتونه کړي دي، خو تر اوسه کومې دولتي سرچينې د کوم عسکر د محاکمې خبر نه دی ورکړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د