fbpx

شهید او شهادت ـ دويمه برخه

مولوي محمد نعیم فدايي

په ټولیزه توګه که د عربي ژبې د لغت کتابونه وکتل شي شهادت د لغت له مخې دری معناوې لري:

شتون یا حضور، د قرآن کریم په ۱۸ پاره کې الله جل جلاله د سورت النور په ۲ آیت کې، زاني او زانیي ته د سزا ورکولو په اړه فرمايي: (وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ). ژباړه: او دوی دواړو ته د سزا ورکولو پر مهال دې یوه ډله مومنان حاضر شي، شتون دې ولري.

د یادونې ده چې شتون په مادیاتو او معنویاتو دواړو کې راتلی شي، کله مادي شی وي، چې لیدل کېدی، او لمس کېدی شي، کله بیا معنوي او روحي وي، چې ظاهرا نه احساسېږي.

د قیامت د ورځې هم یو نوم مشهود دی، یعني یوم محضور، یوم مشهود ځکه ورته وايي چې په دې ورځ ټول خلک حاضرېږي، همدا رنګه د ماښام مانځه ته صلاة الشاهد ویل کېږي؛ او شاهد په دې ځای کې ستوري ته ویل کېږي، د ماښام مانځه ته صلاة الشاهد ځکه وايي چې په ماښام کې ستوری را څرګندېږي.

ګواهي. د همدې سورت النور په ورپسې آیت کې الله جل جلاله فرمايي: (وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا ). ژباړه: او هېڅکله د دوی ګواهي مه منئ. یعني که چا په پاک لمنو مېرمنو تور پورې کړ، او څلور ګواهان یې نه درلودل، نو اتیا دورې یې ووهئ. او له دې وروسته یې هېڅکله ګواهي مه منئ.

د لمانځه ناستې ته هم ځکه تشهد وايي چې هلته د الله جل جلاله په وحدانیت ګواهي او شاهدي ویل کېږي ( أشهد أن لا إله إلا الله و أشهد أن محمدا عبده ورسوله)

یقیني خبر، الله جل جلاله په سورت البقره ۱ پاره ۱۴۰ آیت کې فرمايي: ( وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ)

ژباړه: آیا له دې بل څوک لوی ظالم شته؟ چې د الله جل جلاله له خوا ور سره شته یقیني خبر پټ کړي. یا د الله جل جلاله په وړاندې له دې بل څوک لوی ظالم کېدی شي چې د اړتیا پر مهال ګواهي پټوي.

ځينې مفسرین کرام فرمايي چې له شهادت څخه دلته مراد د پیغمبر علیه الصلاة والسلام د پیغمبرۍ خبر دی، چې یهودو او نصاراوو ته په یقیني ډول معلوم و، خو بیا یې هم پټولو. [1]

ابن فارس په خپل کتاب ( معجم مقاییس اللغة ) کې چې دعربي ژبې مشهور او معتمد کتاب دی، د شهادت د لغوي معنی په اړه وايي ( الشين والهاء والدال) أصل يدلّ على حضور وعلم وإعلام، لا يخرج شيء من فروعه عن الذي ذكرناه، من ذلك: الشهادة، يجمع الاصول التي ذكرناها من الحضور والعلم والإعلام ) [2]

ژباړه: شین، ها او دال، په بنسټيز ډول په شتون، پوهه او خبرولو دلالت کوي، د شین ها او دال ټول مشتقات له دې درې معناوو څخه نه وزي، چې له دې ډلې څخه یو هم شهادت دی، چې پورته یاد شوي بنسټونه: شتون، پوهه، او خبرول سره رانغاړي. یعني په درې واړو دلالت کوي، درې واړه معناوې ور کوي.

کله چې د شهادت نسبت الله جل جلاله ته وشي هلته د پوهې او علم په معنی راځي، لکه : ( إن الله على كل شيء شهيد )[3] یعني الله جل جلاله په هر څه عالم او پوه دی، ځینې علماي كرام وايي چې د الله جل جلاله علم د مخلوق په اعتبار په درې ډوله دی، یا دا چې مخلوق پټ شی وي، یعني له خلکو پټ وي، په دې وخت کې د الله جل جلاله لپاره د خبیر نوم کارول کېږي، او که مخلوق ښکاره شی وي، یعني خلکو ته ښکاره وي، بیا شهید او شاهد ورته کارول کېږي، او دواړو پټ او ښکاره ته بیا عالم او علیم کارول کیږي.

که په غور فکر وشي دا ټولې معناوې په پای کې په یوه معنی کې سره را غونډېږي، چې هغه موجودیت او شتون دی؛ ځکه د یو شي یقیني پېژندل، یا پرې پوهېدل، یا ګواهي پرې ورکول د هغه شي له شتون پرته نشي کېدای، که مادي شتون وي، که معنوي.

له دې څرګندېږي چې د شهید او شهادت د لغوي او اصطلاحي معنی تر منځ تړاو یا ګډ ټکی همدا شتون او موجودیت دی، یعني شهید لکه په قرآن کریم کې چې راغلي مړ نه دی، ژوندی دی، شته دی، موجود دی، حاضر دی، خو په دې ژوند، شتون او موجودیت الله جل جلاله پوهېږي، د انسانانو فکر او عقل یې نشي درک کولی.

الله جل جلاله په دوهمه پاره سورت البقرة کې داسې فرمايي: ( وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ (154 )

ژباړه: او هغه چا ته مړه مه وایئ چې دالله جل جلاله په لاره کې وژل کېږي، بلکې دوی ژوندي دي خو تاسو د دوی ژوند نشئ درک کولی.

نور بیا…

[1] – تفسیر الطبري، تفسیر ابن کثیر، تفسیر معالم التنزیل للبغوي. تفسیر بحر العلوم للسمرقندي، تفسیر السعدي. تفسیر عبد الله بن عباس رضی الله عنهما.
[2] – معحم مقاييس اللغة لابن فارس, ج 3, ص 221.
[3] – سورت الحج, 17 آيت. (20)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د