یمن: القاعده د مکلا زندان مات کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): په جزیرة العرب کې د القاعده نړیوالې جهادي ډلې څانګې د یمن په جنوب کې د مکلا ښار مرکزي زندان مات کړی او ۳۰۰ بندیان یې ازاد کړي دي.

الجزیره عربي تلویزون د راپور پر اساس د القاعده ډلې وسله‌والو د مکلا ښار مرکزي زندان مات کړی او د خپل یو مشر خالد باطرفي په شمول یې ډيری بندیان ازاد کړي دي.

د راپور له مخې وسله‌والو همدا راز په ولسمشرۍ ماڼۍ، دولتي ودانیو، مرکزي بانک، نظامي او بحري دفاعي اډو هم برید کړی او د مکلا ښار په بېلو بېلو برخو کې یې کمينونه نیولي.

د الجزیرې خبریال عبدالجبار الجریري له قوله د القاعده په ننني برید کې هاوانونه او آر پي جي استعمال کړي او یو شمېر وسله‌وال یې هم وژل شوي دي.

ډیلي ټیلیګراف بریتانوي ورځپاڼه وايي چې د مکلا د زندان څخه د تښتیدونکو کسانو هویت لا څرګند نه دی.

د القاعده د ننني برید په اړه شننونکي وايي چې د سعودي په مشرۍ د حوثیانو پر ضد د ۱۰ اسلامي هېوادونو لخوا د «پریکنده توفان» تر نوم لاندې پیل کړیو نظامي عملیاتو څخه يې عملا ګټه اخيستې او زندان یې مات کړی.

الجزیرې د ځينو سرچېنو له قوله لیکلي چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ تر برید وروسته د چاودنو لوګي یې لیدلي او خال خال ډزو غږونونه یې اوریدلي.

مکلا ښار د حضرموت مرکز دی او یمن د پلازمېنې صنعا جنوب لویدیځ لوري ته په ۵۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ahmad
میلمه
ahmad

نن آسیازمونږ دزونوترجمانی کوی