fbpx

د فرخندې شهادت او د منحرفینو ناروا هڅه!

عاطفي
بسم الله الرحمن الرحیم
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ} [الحجرات: 6]

ژباړه: ای هغه خلکو، کومو چې ایمان راوړی! که چرته تاسوته فاسق (بدکاره سړی) په مهم خبر سره در تګ وکړی ، نوتاسو پوره څیړنه وکړئ (سمدستی ورباندې عمل مه کوئ)چې تاسوبه (دعمل په صورت کښې)په نا پوهی سره یو قوم ته مصیبت ورسوئ، نو په کار باندی به پښیمانه وګرځئ کوم چې تاسو کړی وي.

سیدنا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوې: لعنت دوي به هغه چا څوک چې مسلمان زوروي، تیر باسي او دوکه او ټګی ورسره کوي!(ا تر مذی او مشکاة شریف)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: پرته له شکه دقیامت په ورځ به له تاسوڅخه ماته هغه څوک ډیر محبوب او نږ دی وي چې غوره اسلامي اخلاق ولرۍ. (بخاری شریف)

د الله جل جلاله مبارک کلام او لار ښو ونې مونږ له هر ډول مصیبت او زورونی ساتی ، مسلمان په هر ډول شرایطو او ظروفو کې دالهی لار ښونو لمن پری نږ دی او نه تری بی پروايې غوره کړي ، په الهی لار ښوونو عمل نه پښیمانتیا لري او نه افسوس !

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو ارشاداتو عمل دفلاح او کامیابی لاره برابره او روښانه کوي.

همدا راز موږ له هر ډول پوچو وینا او کنزلو څخه منع شوی یو ،باید د هر ډول احساساتو سره سره خپل اسلامي هویت او ارزښت وساتو، ځکه پدې کلک باور لرو چې حقیقت پټیږی نه بلکه حتماً ځان څر ګندوي.

د هیواد پلازمینی کابل شاه دوشمشیره رحمه الله دمرقد او مسجد په خواکې د فرخندی په نوم یوه نجلی پوری اړوند لمړی راپورونه، احساساتي اوازې، انګازې، حملې، وژنه، کشول، موټر ټایر لاندی کول، اوور ورته کول ……… تاید او توجه کول !

د راپورونو دویمه لړۍ: فرخندې رواني تکلیف درلود ، له شپاړلس کالو را پدیخوا دماغي ناروغه وه ، ډاکټر او د زیارت منجاوران يي له درملنې عاجز شوي.

د راپورونو ورستۍ لړۍ: فرخنده اسلامی دعوت ګره وه، مبلغه وه، د قرآنکریم حافظه وه، د تجوید حلقه يې درلوده ، مبارزه وه او محجبه پیغله وه!!

که څه هم د راپورونو لړۍ ، تندو او احساساتی پارونو، ساړه او توده بحثونو اوغبرګونو نو سره سره رنګونه بدلوي! ، خو وروستی حالات او راپورونه دمعمی اوتوطعی تر شاه پټ لاسونه بر بنډوی ، خیانت او ظلم رسوا ، ریښتینولی با لاخره تحقق مومي .

تیر او روان جریان ته په لید هر سلیم عقل میندلی شي چې منحرفین څومره په مهازت او شیطاني هڅو خپلو ناروا اهدافو ته درسیدو لپاره خطرناک او ناروا لاري لټوي ، څومره په مهارت يي بګنونکې توطیه پلی کړه،چې له یویخوايې یوه مسلمانه پیغله لمړی بدنامه او ووژله هغه هم دناخبرو او احساساتي خلکو په مټ او بیايي له دی نه شومواهدافو ته درسیدووسیله جوړه کړه ، اوهم يې د علما وو ، اسلام او قران په خلاف دافغانستان په بیلا بیلو برخو او حتی دنړی په هغه برخو کې چې ددوی نفوسی کړی په فعالیت بوخت دي منافقانه او شیطاني ناکامه هڅه پيل کړه!

د فاجعې پلی کیدا لپاره څومره حساسی شیبې او موقعت غوره شوی وو، تر څو مسلمان ، مسلمان ووژنی او داسی بلواجوړه شې چې دوی وکولای شی په اسانه ټاکلی اهداف تر لاسه کړی.

په داسې حساسو شیبو کې دواکمنی په کدی ناستو دواړو ډاکټرانو دیو ستر کاروان په بدرقه دبادار لیدو او دښه وفاداری دثبوت په توګه هر څه پر ځای پریخودل ځانونه ورسول، چې ګویا مونږ ته ستاسو دلاس شفقت ضرورت دی هسی هم زمونږ دهیواد او هیواد والو کړیدل په برخه دي!! په دی حساسو او دکنترول په شیبو کې چې دواکمنو حضور ډیر ضروری وو،هر څه پخپل حال پریښودل ولاړل، دواکمنو کړوته په لیدو دا ګمان کیدای شی چې دفاجعی یوه کړی تر دوی هم رسیدلی وي .

د فاجعی رامینځته کیدو سره نه يوازی پلورل شویو انسانانو په ډیر مجرمانه ټوګه دالله جل جلاله دکتاب بی حرمتی وکړه ، اسلامي شعایرو باندی ملنډی ووهل بلکه دمسلمانو اماما نو ،مجاهدین او پرهیز ګار خلک په داسی نومونو یاد کړل چې اصلاً دژبی عفت او عزت په نوم پکې څه نه لیدل کیدل!!

هيڅ مسلمان دخپلو مقدساتو په وړاندی دبی شرمانه ګستاخې حرکات نشی زغملی ، داجذبه باید هر مسلمان ولری خدای مکړه چې ددی متل ریښتینی لارویان شوو(بزازپای خود وګوسفند از پای خود)! داسی پیښی یوځل نه څو څو ځله په بیلا بیلو رنګونو تکرار شوۍ، چا په درواغو دپیغمبری دعوا وي وکړې، څوک پرته له پرټوګه په سخته یخني کې بر بڼډه په واټونو کې وګرځیده ،چا ځانله داوسپنو داسې جامه جوړه کړه چې دیوی وینزی عورت بللی شې او په ډیر ډاډمنه توګه دکابل ښار په لارو،سرکونو او کوڅوکې وګرځیده….. ددې ټولو پروګرامونو په خپرولو او تبلیغ کې داجیرو رسنیو لوی لاس و، له یویخوا ېي دمسلمان ملت احساسات جرحه کول او له بلی خوايې غوښتل چې له احساساتي مسلمانانو داسی عمل تر سره شی چې هم بوره او هم بدنام،چې بالاخره داو وروستی حربه يې دیوی متدینی او با ایمانی خور په شهادت او دمسلما نانو په زورونې سره رامیځ ته شوه.

دا صحي ده چې دیو څوتنو دپام وړ خلکو لخوا په تیر وتنی ، غلطو راپورونو په بی صبری سره اشتباهات وشول ، خو سره له دی چې خپل پښیمانتیا او نیګړتیاوی ومنلی ، بیاهم هماغه لجوج او پلمه لټونکئ په شیطانی هاند له ډول ډول پلمو او بیلا بیلو لارو هڅه وکړه ،چې داسی ټولنیزه ستونزه او بلوا جوړه شی تر څو په اسلامی شعایرو د ملنډو او توهین لاره ولټوي او دخپلو شومو موخو دتر سره کولو پلان پلیې کړي، تلان ګډ ،چور او دزورونو په مټ هغه څه تر لاسه کړي چې په لټه کې دي.

د دې خبری کره والی تاسو خپله ووینی : کوم او باشان چې همدا اوس په ظاهره ښکیل دي دچا کسان او کومو ادارو سره په ارتباط کې دي، ایا دفرخندی دشهادت په قضیه کې په عملی او تبلیغاتې اړخ یواځی نارینه دخیل وو که ښځي هم وي؟ که وي بیا ولي په دومره بی شرمی سره دپیغور په توګه دبي بی فرخندی دجنازی حمل، په اصطلاح دمدنی ټولنی ښځو تر سره کړ!!

د شهیدې فر خندې درنی کورنۍ ټول غړی خپله لور شهیده او داسلام مدافع ګڼی او اعلان کوي چي دفرخندی دشهادت نه بده استفاده ونکړی ، عالمان او اسلامي شعایر درانه وګڼی، بیاهم په اصطلاح دمدنی ټولونو اجیران خپلی نغاری ډنګوي!!

اوس د دې اشتباه نه ده پاتی چې دفرخندی دشهادت مسله دیو منظم پلان برخه وه ، که به دی ورځ فرخنده نه وه ، دبلي محجبی خور په سر به پلی شوی واي او دادی دهری ورځی په تیریدو دپلان دپر دی تر شاه څهری په رسواکیدو دی! او هم دکابل ښاریانو داراي تالا کیدل او دواکنی تشه رامیځ ته کیدل هم د ناکام پلان برخه وه، همدا خلکو فرخنده په شهادت ورسوله او اوس يې له مرګه غواړی ناوړی لاس ته راوړنی ولري، ریکارانه حرکاتو سره سیاسی اهداف ترلاسه کړي.

په بو اسلامي هیواد کې چې جمهور ریس نه نیولی تر مستخدمه ټول ځان مسلمانان بولۍ! ایا څوک ددی جرأت کولایشي چې حکم صادر کړی؟ چې مسجد ونړوي او پر ځای يې تشناب جوړ کړی ، اعوذ با الله من اشیطن الرجیم.

ډاګیزه دی چې همداسی اداری او سازمانونه په کمین کې ناست، دغمیزو تر چتر لاندی دداسی ګستاخانه ویناوو جرأت کوې تر څو دمسلمانانو احساسات ووژنی او داسی څرګندونی ورته عادی معلومی شي!

که د کابل ادارې واکمنو او هلته مېشت تنظیمونو کې ذره قدري احساس او ایمان وي باید داخبره بابیزه ونه ګڼې د فرخندې د شهادت مرتکبینو سره هغه کړۍ او په ځانګړې توګه کابل پرس کارکونکی هم محاکمی ته کش کړي چې په بیلا بیلو اړخونو فرخندې د شهادت او اسلامي ارزښتونو ته په سپکاوی تورن شوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

طلوع تلویزون ترینه دیره سو استفاده د مسلمانانو پر ضد کوی