افغانستان

د سعودي ملاتړ د ګلخانې او سپېدار ماڼیو تر مینځ ژور اختلافات پنځولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د ګډ حکومت د ولسمشر له ماڼۍ «ارګ» څخه په خپرې شوې اعلامیه کې د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د روانو عملیاتو په اړه څرګندونې شوې وې چې په ترڅ کې یې د یمن په روانه جګړه کې له سعودي عربستان څخه ملاتړ اعلان شوی وه.

د ولسمشر اعلامیې لیکلي وه چې سعودي عربستان ته د هر ډول ګواښ په صورت کې به افغانستان «په ټول قوت» سره د دغه هیواد تر څنګ دریږي.

د ارګ د ګلخانې ماڼۍ اعلامیې دا هم زیاته کړې وه چې دغه دریځ یې د سیاسي او جهادي مشرانو او همدا راز د ملي امنیت شوری د موافقې په رڼا کې له خورا ډیرو سلا مشورو وروسته خپل کړی.

خو له دې اعلامیې څخه څو ساعته وروسته داسې راپورونه تر ګوتو شوي چې د ولسمشر له دې پرېکړې سره د سپیدار ماڼۍ ټینګ مخالفت کړی او له سعودي عربستان څخه د ملاتړ اعلان یې د ولسمشر اشرف غني شخصي نظر بللی.

ویل شوي چې په دې اړه له جوړې شوې غونډې په نیمايي کې ډاکټر عبد الله عبد الله احتجاجا پاڅېدلی او تللی دی.

پژواک خبري اژانس ته یوې با خبرې سرچینې په ډاګه کړې:

«عبدالله وايي، دمګړۍ سعودي عربستان له ګواښ سره مخ نه دی او نه هم الحرمين الشریفين تر بريد لاندې راغلى دى، بلکې سعودي پر يمن بريد کړى دى، نو په داسې حال کې له سعودي ملاتړ څه معنا لري؟».

سرچینې زیاته کړې چې د ګد حکومت اجرایوي ریاست وايي، په داسې حالاتو کې چې نه پر سعودي بريد شوى او نه حرمين الشريفينو ته کوم ګواښ متوجه دى، نو د سعودي ملاتړ ته اړتيا نه وه.

هېره دې نه وي چې تېره ورځ د سعودي د ملاتړ په اړه له ارګ څخه په خپرې اعلامیې کې د معمول برعکس په دې ټینګار شوی وه چې دغه دریځ ډ ټولو سیاسي، جهادي او روحاني شخصیتونو په موافقه اعلانیږي، چې د کتونکو شکوک یې راپارولي وه. د ارګ په نورو اعلامیو کې ورته څرګندونې نه کیږي.

د ګډ حکومت اجرایوي رئیس عبد الله عبد الله لپاره چې له ایران سره په نږدې اړیکو پیژندل کیږي، به ګرانه وي چې له ولسمشر اشرف غني سره، چې د امریکا او د امریکا د ستراتیژیکو همکارانو اعتمادي کس بلل کیږي، په وروستۍ پرېکړه کې همغږي وښيي.

د کتونکو په باور، د سعودي د ملاتړ په وړاندې دغه متضاد دریځونه به د ګلخانې او سپیدار ماڼیو تر مینځ د ټکر یو بل لامل وي چې ښايي د ګډ حکومت بقا او پایښت له لا زیاتو ننګونو سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

یاره نن والو په دې خبر سره مو بلا وکړه ، که رمضان بشردوست د عین او غین اصطلاح دود کړه نو تاسو د افغانستان د سیاست په معاصرو ادبیاتو د ګلخانې او سپیدار د ښکر په ښکر کیدا اصطلاح را وایستله ښه اصطلاح ده ددې شرمینده حکومت لپاره ، دا لقب دي ورته مبارک وي

شاکرمممزی

حقیقت دی چې دوه سری حکومت دی چې یو یې په ګلخانه او بل په سپېدار خانه کې ورته ناست دی !
کاش بې شرمه شرمېدلی .

ahmad

عین اوغین نوم زما په آند دومره اثر نکوی بلکه دوه سری حکومت باید ورته وویل شی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x