
پخپلو کورونو کې کښېنئ
لیکوال: حامد افغان
یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخیري زماني سختي فتنې یادولې صحابه کرامو ورته وویل: موږ ته لاره راوښیه په هغو فتنو کې به څه کوو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ځانونه د خپلو کورونو ” حلس ” وګرځوئ یعني په خپلو کورونو کې کښېنئ له کورونو مه وځئ. كونوا أحلاس بيوتكم. رواه أبو داود. ” حلس ” په عربي کې د اوښ یا آس د ملا هغې نرۍ ټوکړې ته وايي چې له کتي لاندې یې پرې اچوي، دا راز د کور توشکو او فرشونو ته هم ” حلس ” ویل کیدلی شي. پوره حدیث او ژباړه یې لاندې ده:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ستاسو مخته داسې فتنې رارواني دي لکه تکه توره شپه، سهار به سړی مومن وي بیګا ته به کافر وي، بیګا به مومن او سهار به کافر شوی وي، په دې فتنو کې له ولاړ سړي نه ناست ښه دی، او ولاړ له روان نه ښه دی، روان له منډي وهونکي نه ښه دی، صحابه و وویل: په دې فتنو کې موږ څه وکړو ته موږ راته ووایه؟ رسول الله ورته وویل: له خپلو کورونو مه وځئ.
عن أبي موسى رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إن بين أيديكم فتنا كقطع الليل المظلم ، يصبح الرجل فيها مؤمنا ، ويمسي كافرا ، ويمسي مؤمنا ، ويصبح كافرا ، القاعد فيها خير من القائم ، والقائم فيها خير من الماشي ، والماشي فيها خير من الساعي . قالوا : فما تأمرنا ؟ قال :كونوا أحلاس بيوتكم. رواه أبو داود.
نن سبا کټمټ هماغه د سختو او تورو فتنو زمانه ده او ګام په ګام فتنې ویړي او خپرې دي، دا فتنې دومره زیاتي دي چې د دې حدیث له لارښووني سره سم له ولاړ سړي نه ناست هغه ښه دی، ځکه فتنې زیاتي دي ولاړ ژر په کې اخته کیدلی شي نسیت ناست سړي ته، او ولاړ سړی بیا له روان هغه نه ښه دی ځکه روان نسبتا ولاړ ته ژر په کې راګیر کیدلی شي او روان له منډي وهونکي ښه دی.
موږ په سترګو وینو چې هره ورځ په سیمه، ښآر او ولایت کې یوه نه څو څو فتنې راپورته کیږي، بې ګناه خلک په کې قرباني کیږي، او معصومي ویني بهیږي، نو عامو خلکو ته د دې مبارک حدیث په رڼا کې دا توصیه لازمي ده چې هغوی باید له ضرورت پرته له خپلو کورونو ونه وځي، ورک دي دا زموږ او ستاسو حقوق او د حقوقو له پاره نارې سورې شي، وه خلکو سرونه وژغورئ ایمانونه وژغورئ، او او د الله په خاطر لیږ مو عقلونه بیدار او د کار وګرځوې او خپل قاتلان او ستاسو د جیبونو غله وپیژنئ او د هغوی په مداریتوب او مردار سیاست نور ځانونه مه دوکه کوئ، که نور نه پوهیږئ دې ته خو پام وکړئ چې دا په سیاست کې اخته ګنده مخلوق کې کوم یو هم غریب او بې وسه شته، فکر کوم یو هم نشته، هغوی دا شتمنۍ ستاسو له جیبونو تروړلې او ستاسو په وینو یې ساتي، نو ښه خبره دا ده چې دا نبوي توصیه خپله کړئ او پخپلو کورونو کې کښېنئ.
افغان صاحب السلام علیکم ! تر ټولو دمخه دی د هغه ناروغی پوښتنه او دعا درته کوم چه څه وخت دمخه ورسره مخ شوی وی الله ج دی روغ کړه او هم د دی دجالی فتنو څخه ستاسی او ځان په شمول د ټول اسلامی امت د ژغورنی دعا کوم . ستاسی هره لیکنه او تبصره د کاڼی کرښه یعنی ډیره د اهمیت وړ او ډیر زیات وزن لری . دا لیکنه دی هم ډیره مهمه او وزینه ده الله ج دی اجرونه درکړی . د دی حدیث یادونه مو په مناسب وخت کی کړی ، په رښتیا هم خلکو… نور لوستل »
محترم حامد صاحب زه خو فکر کوم چی د حدیث په تشریح کی به دیی اشتباه کړی وی بیا له سره غور په وکړه او هیله ده چی اصلاح یی کړی ځکه په کور کیناستل به ددوی ستونزی او کړاونه نور هم زیات کړی او هیڅ درد به یی دوا نه کړی بلکه له کړاو نه د خلاصون لاره ورته داده چی له کور نه راووځی حرکت وکړی د الله په کتاب او دنبی کریم(ص) په سنتو منگولی ولگوی ظالمان، طاغوتیان او کفار له حاکمیت او حکومت نه راغوزار کړی له مصایبو ځان خلاص کړی او سوچه اسلامی نظام د… نور لوستل »
محترم حامد صاحب که ته ددی حدیث مطابق په کور کښیناستل له فتنو نه دخلاصون لار ښیی نو بیا ددی حدیث په باره کی څه فکر کوی عن علي رضي الله عنه أنه صلى الله عليه وسلم قال: إنها ستكون فتنة. قلت: فما المخرج منها؟ قال: كتاب الله؛ فيه خبر ما قبلكم، ونبأ ما بعدكم، وحكم ما بينكم رواه الترمذي ددی حدیث مطابق خو له فتنه نه د خروج لار په کتاب الله منگولی لگول دی او په کتاب الله کی دی کفارو له فتنه (معصیت ،شرک او نور ناروا کارونه) نه د خروج لار له هغوی سره قاتل ده… نور لوستل »
نو مو مطلب می له دی خبرو داو چی د اهل سنت هیڅ فقهی مجتهد عالم دداسی کار اجازه نده ورکړی چی په تا دی ظالمان ،طاغوتیان او کفار حاکمان وی په تا دی ظلم او ناروا کوی او ناروا کارونو ته تا او ستا مسلمانان وروڼه دعوتوی او ته دی په کور کی ترینه پټیږی او وایی چی دا کم دی یو څه نور هم راباندی وکړه نو داسی کسان به هیڅکله هم د قیامت په ورځ د الله له محاسبی بچ پاتی نشی او ددی کارو پوښتنه به ترینه کیږی چی ولی یی داسی وکړل ځکه رسول (ص)… نور لوستل »
حمید صيب
تاسو ته سلامونه او احترام
زما له نظره خو په ليکنه کی مجاهدينو ته نه دي ویلی شوي چی په کورونو کيني
دا ليکنه د فرخندي شانته خلکو لپاره ده
چی له جدي ضرورت پرته له کوره و نه وزي
تاسو زحمت ايستلي ده خداوند متعال دی اجر درکي
ټولو وروڼو ته نېکې هيلې او سلامونه وړاندې کوم ! د حامد افغان صیب او حمید صیب دواړو خبره د غور وړ ده ، که د حامد صیب مدعو ! او مخاطبین د کابل په څېر خلک وي بیا یې بیخي رښتیا ویلي دي ځکه که د خلافت په قیام او د فتنو په ختمولو کې برخمن نه یې نو د طاغوت له ملګرتیا نه په کور کېناستل غوره دي او د حمید صیب ! نقد بیخي پر ځای دی ! ځکه د هغه مدعو ټول عالم اسلام دی موخه مې دا وه چې هېځ کله باید مسلمان د ظلم… نور لوستل »
هېره دې نه وي ، چې د احادیثو د تشریح او تفسیر لپاره کافي علم ته اړتیا وي ، ځان ته شرائېط لري او که د بل چا له قوله یې شرح لیکل کیږي باید حواله یې ذکر شي ، پدې کې د هېڅ چا مرعات نه شي کېدلی ، هیله لرم چې د اختلاف ادب مرعات شي.
da tase she pa qatar ke nast yast da fitny skha mo zan khlas kry ka da fitny da jor da para tlly yast
له ټولو وروڼو مننه کوم محترم استاد بیانزی صاحب الله مو اباد لره الحمد لله ښه یم او ستاسو ځواب د محترم حمید ورور په لیکنه کې پروت دی. او محترم حمید صاحب ستاسو خبره پر ځای ده تاسو پر ثوابتو خبره کړې ده په دې کې د اختلاف ځای نشته خو که تاسو متوجه شئ ما لیکلي : نو عامو خلکو ته د دې مبارک حدیث په رڼا کې دا توصیه لازمي ده، او باید ووایم چې دا لیکنه ما د خوست د چاودنې په ورځ کړې وه هلته چې په خوست کې دری مظاهرې راوتلې وي او دریواړه… نور لوستل »
ژوندی اوسی حامد صاحب اوس می دی مطلب واخیستی خو تا باید دخوست واقعه هم ورسره په لیکنه کی ذکر کړی وای مننه او له نورو هغه ټولو وروڼو نه هم مننه کوم چی پدی لیکنه او زما په تبصره یی تبصره کړی ده
او هو یوه خبره می هیره شوی ده هغه داچی دا حدیث د هغو کسانو لپاره ده چی د اوسنی طاغوتی او کفارو د مسلط شوی نظام لاندی بنا په شرعی عذر ژوند کوی نو دوی ته ښایی چی د اوسنی غیر اسلامی نظام له فتنو نه د خلاصون لپاره بغیر له ضرورت نه له کوره راونه وځی او ددی نظام په سیاسی غورځوپرځو کی برخه وانخلی ماسوا له دی نه نورو کسانو ته چی شرعی موجه عذر نه لری په کور کیناستل ښه نه دی او اجازه او رخصت نشته ورته او باید د کفارو او طاغوتیانو له دی… نور لوستل »