د حوثیانو سره په جګړه کې د سعودي یولس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي وزارت داخلې نن اعلان وکړ چې د یمن سره پر پوله باندي ددوی یو عسکر د حوثیانو سره په جګړه کې وژل شوی او لس نور ټپيان شوي دي.

دغه عسکر چې د سعودي د پوځ په سرحدي ځواک کې دنده لرله، د سعودي د «پرېکنده تندر» عملیاتو لومړی قربانی دی.

سعودي یوه اونۍ مخکې په یمن کې د شیعه ملیشو حوثیانو په خلاف فضائي عملیات پيل کړل، چې تر اوسه دوام لري.

سعودي چې د یولس هیوادونو په شراکت سره په یمن کې بمبارۍ کوي خپل عملیات یې د پرېکنده تندر یا «عاصفة الحزم» نومولي، او په دې وروستیو کې پاکستان هم په دغه جګړه ور ګډ شوی.

د سعودي رسمي سرچینو نن د کورنیو چارو د وزارت له خولې اعلان وکړ چې د یمن سره پر پوله باندي د حوثیانو سره د ډزو په تبادله کې د سرحدي ځواک یو تن عسکر چې سلمان علي یحیی المالکي نومیده، ووژل شو، او لس تنه عسکر نور ټپیان شول، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.

خبر کې ویل شوي چې د ډزو تبادله د عسیر په نامه سیمه کې د پولي په ساتونکو عسکرو باندي د یمن له خوا ډزي وشوې، چې په ترڅ کې دغه مرګ ژوبله را منځته شوه، او ویل شوي چې د سعودي ځمکني ځواکونو هم د حوثیانو په لور متبادلي ډزی کړي.

ددې تر مخه داسي راپورونه ورکړه شوي وه چې د سعودي سرحدي ځواک د حوثیانو له خوا سعودي ته د ننوتلو یوه هڅه ناکامه کړه، چې په ترڅ کې یو سعودي عسکر مړ او لس نور ټپیان شول.

د یمن په جګړه کې د سعودي د یوه عسکر په وژل کېدو په ټولنیزه پاڼه ټویټر کې د «استشهاد العریف سلیمان المالکي» په نامه هاشټاګ جوړ شوی، او د ټولنیزو پاڼو د څارونکو په وینا په لومړیو دوه ساعتونو کې د سعودیانو له خوا ۳۵۰۰ ټویټونه باندي وشول، چې له کبله یې دغه هاشتاګ د نړۍ په سطحه لومړی مقام وګاټه.

باید وویل شي چې نن د سعودي سفیر په واشنګټن کې رسنیو ته وویل چې کیدای شي سعودي ځمکنی برید هم پیل کړي، او عدن ښار ته خپل عسکر ولیږدوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د