ادبي لیکني

د شاعر ماهيت او حقيقت

rahman_babaد شاعر د ټولنيز شخصيت بنسټيز اړخ د هغه تخيلي ځواک دى.

تخيل هم د شعر په څېر ناندرې را پورته کړي او په بېلا بېل اند را پېژندل کيږي. د شاعر ماهيت او حقيقت د هغه د شعري ولولو په څېر د تخيل پېژندنه هم گرانه کړې او ټولنيز ټينگارونه يې زېږوليدي.

په هره توگه  شاعر، ولوله او تخيل درې واړه د مثلث په بڼه څرگنديږي:

شاعر ولوله راپورته کوونکى دى، ولوله شاعر پارونکې ده او تخيل د شاعر او ولولې ننداره ده يا په بله وينا شاعر د تخيل او ولولې څرگندونکى دى او يا ولوله، تخيل او شاعر ټولنې ته وړاندې کوي.

د شاعرماهيت او حقيقت د هغه په تخيل کې را ټوليږي او د ژبې په زور د معنا او لفظ په بڼه ټولنيز ډگر ته را وځي.

دا، چې په شاعرۍ کې د شاعر تخيل څنگه کارکوي مونږ پرې په تېره ليکنه کې يادونه کړې، چې دا ځواک د ژوندانه هر اړخيزې کړنې نه يوازې ترتيبوي او نظم وربخښي، بلکې شاعر يې د خپلو ځانگړيو تجربو او مشاهدو له مخې په ښکلې او منل شوې بڼه نندارې ته وړاندې کوي، چې ساده گي په کې له پېچلي حالته زړه را كښونکې کيږي؛  نو ، ځکه ويلى شو، چې د شاعر ماهيت او حقيقت د هغه د تخيل له وړاندې شوې بڼې سره اړه لري.

د تخيل خپلول او وړاندې کول د شاعر کار دى، چې نه يوازې له معناوو او الفاظو سره تړاو لټوي، بلکې لفظ او معنا ته تخيلي ځواک هم وربخښي.

د شاعر په مغز کې داسې فکر، چې هغه ماهيت او حقيقت ونه لري، پيدا کيدى نه شي. يعنې يو شي بايد د ماهيت او حقيقت لرونکى وي، چې شاعر ترې په شاعرانه توگه تخليقي تشبيهات وړاندې کړي. د شاعر تصوري او تخيلي پنځونې د پېښو له نمونوي شتون څخه سرچينه اخلي چې، له نمونوي شتون پرته د شاعر ماهيت او حقيقت  څرگندېدلى نه شي.

د شاعر ماهيت او حقيقت له تخيلي ځواک سره؛ ځکه تړاو لري،  چې پرته له دې؛ نه څوک شاعر کيدى شي او نه يې ماهيت او حقيقت پټېدى شي، خو کله په پوره جوش او زور څرگنديږي او کله يې اغېز تت او کمزورى وي.

د تخيلي ځواک اغېز پرته له ژبې که تت وي او که روڼ څرگندېدى نه شي؛ ځکه، نو د شاعر ماهيت او حقيقت د تخيلي ځواک لرنه ده.  که دا ځواک ورسره نه وي؛  لفظ او معنا به ترې بې اغېزې شي.

د بېلگې په توگه که شاعر د خاورو کنډول او د زرو جام ونه پېژني نه لفظ ته معنا پيدا کولى شي او نه معنا ته لفظ وربخښلى شي. د  لفظ او معنا تړاو پوهه، تجربه او مشاهده غواړي. که څوک په تخيل کې دا درې اړخه د اغېز لپاره ونه کاروي، ماهيت او حقيقت به يې پټ پاتې شي، خو دا کار يوازې شاعر کولى شي، چې همدا يې د ژوندانه ماهيت او حقيقت دى.

رحمان بابا وايي:

پادشاهان دې اوبه څښي په جام د زرو

ما غريب لره د خاورو کنډول بس دى.

عبدالرحمان بابا د يو شاعر په توگه د شاهانو دبدبه، د اوبو څښل، غربت، خاوره، زر، کنډول او جام پېژندلو. بابا په دې پوهيده، چې د خاورو کنډول ارزانه دى او غريب په کې اوبه څښلى شي.

دغه راز يې د زرو جام هم پېژانده، چې شاهان په کې اوبه څښي. د  خاورو پرکنډول يې؛ ځکه خپل ټينگار روښانه څرگند کړى، چې غريب د زرو جام او د خاورو کنډول په پوره وياړ تر خولې پورته کوي، خو شاهان يې د ځان بې عزتي گڼي.

له دغې پوهېدنې عبدالرحمان بابا داسې انځور جوړ کړى،  چې:

که شاهان يې ولولي او يا يې واوري خپل عزت او شان په کې گوري او که غريب يې ولولي او واوري هم خپل عزت او شان په کې گوري.

د شاعر ماهيت او حقيقت پرعزت نفس اقرار دى. يعنې د ژبې په زور تخيل ته داسې مواد او معلومات په داسې بڼه را ټولوي او ترتيبوي، چې معنا په لفظ کې او لفظ په معنا کې څرگند شي.

د شاعرماهيت او حقيقت نه يوازې تخيلي ځواک(خيال او الفاظ) اغېزمن كړى، بلکې په پوره معنا او ادبيت يې په ټولنه کې د درنا وي او قدر وړ هم گرځولى دى.

هو! مونږ د شاعر د ډادمنۍ دغه عملي اغېز ته د شاعر ماهيت او حقيقت وايو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x