هلمند کې بندیانو سره د لیدنې لپاره خپل خپلوان نه ورپرېښودل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت اوسیدونکي وايي چې په دغه ولایت کې امنیتي چارواکي يې په زندان کې د خپلو بندي خپلوانو سره لیدنې ته نه پریږدي.

د هلمند څخه ازاد خبریال سحرګل سحر په خپل راپور کې وايي چې د هلمند د بېلابېلا سیمو خلک نن د هلمند مدني ټولنې په مرکز کې راغونډ شوي وو او له دولته يې غوښتل چې د بندیانو سره د لیدنې اجازه ورکړي.

د بندیانو خپلوان وايي چې تېرو دوه اونیو راپدېخوا يې د خپلو بندي خپلوانو سره په زندان کې نه دي لیدلي.

هغوی زیاته کړې چې د بندیانو لخوا ورته ویل شوي چې د زندان دننه ورسره بد سلوک کیږي.

څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت د زندان دننه د ساتونکو او بندیانو تر منځ د نښتې راپور هم ورکړل شوی و. هغه مهال ویل شوي وو چې نښته د هلمند څخه بګرام ته د بندیانو د انتقال له کبله رامنځته شوې وه.

هلمند اوسیدونکي له دولته غوښتنه کوي چې د بندیانو سره دې د ملاقات اجازه ورکړل شي څو د نېږدې څخه د خپلو بندي خپلوانو حالت وګوري.

د هلمندمدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد یاده ستونزه پر ځای بولي او وایي په قانوني او حقوقي لحاظ ولسي خلکو ته دا اجازه شته څو د خپلو بندیانو سره په اونۍ کي دوه ځلې وګوري.

همدرد دبندیانو د خپلوانوسره ژمنه کړې چې په دې برخه کې به ورسره همکاري وکړي.

سحر ګل سحر وايي چې د هلمندمدني ټولني مشر د زندان د مسؤلینو سره یاده ستونزه شریکه کړې او هغوی د دغي ستونزې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د