نړۍ

کینیا: پر پوهنتون د الشباب برید ۱۴۷ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل):  هغه برید چې نن د افریقايي هیواد کینیا په یوه پوهنتون کې د الشباب په نامه وسلوالي ډلي له خوا پیل شو، تر اوسه په کي د رسمي سرچینو په قول ۱۴۷ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۷۹ نور ټپیان شوي دي.

د کینیا امنیتي چارواکي وايي چې جګړه پای ته رسیدلې او د ګارسیا په نامه سیمه کې دغه پوهنتون ته امنیتي ځواکونه ننوتلی دي او هلته برمته شوي زده کونکي یې ټول را خوشي کړي دي.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر جوزیف نکایسیري ویلي چې د بریدګرو شمېر څلور تنه وو، او د تیرو ۱۲ ساعتونو راهیسي یې په پوهنتون کې تر ۶۰۰ زیات زده کونکي برمته کړي وه، چې د هغو څخه ۵۸۷ تنه زده کونکي د پوهنتونو د لیلیو څخه را وایستل شول.

ددې برید د تنظیمونکي په اړه د کینیا چارواکو ویلي چې د حرکة الشباب په نامه جهادي ډلي یو مشر مسؤول محمد کنو ددې برید مسؤولیت په غاړه لری، او دا برید شخصا هغه پلان کړی وو، چې له کبله یې د هغه په سر باندي ۲۱۷ زره امریکايي ډالر انعام ایښی.

د دغه پوهنتون په اړه ویل کیږي چې په کال ۲۰۱۱ کې پرانیستل شوی، او د ټولو زده کونکو شمېر یې ۹۰۰ ته رسیږي، او د ګارسیا په نامه سیمه کې یوازینی لوی پوهنتون دی، او اکثره زده کونکي یې د لیرو پرتو سیمو څخه ورته راغلي.

دغه برید چې تر ۱۲ ساعته یې زیاته موده دوام وکړ، د ملګرو ملتونو د مشر بان کي مون له لوري یو وحشي برید بلل شوی، او کینیا ته یې ډاډ ورکړی چې دوی د تروریزم پر خلاف د کینیا هر رنګه مرستي ته تیار دي.

همداراز د امریکا ولس مشر باراک اوباما دغه برید غندلی، او ویلي چې دوی کینیا د حرکت الشباب په خلاف هر رنګه مرستي ته چمتو دي او دوی به په سیمه کې د نورو هیوادونو سره هم په تماس کي شي تر څو د حرکت الشباب په ځپلو کې د کینیا مرسته وشي.

باید وویل شي چې په القاعده پوري تړلې د حرکت الشباب په نامه اسلامي جهادي ډله په صومال کې پراخ نفوذ لری، او هغوی د کینیا پوځ په صومال کې اشغالګر پوځ بولی، او له همدې کبله یې د کینیا په خلاف د جنګ اعلان کړی، او دا لومړی ځل نه دی چې په دومره لویه سویه باندي عملیات کوي، ددې تر مخه یې په یوه لوی تجارتي مارکیټ باندی برید کړی ، کوم ته چې بهرني اتباع او شتمن کسان ورتلل.

ویل کېږي چې په کینیا کې عموما د مسلمانانو سره تبعیضي چلند کیږي او هغوی ته د تعلیم، روزګار او نور ضرورتونو د موندلو په موخه فرصتونه نه برابریږي، او اکثره هڅه کیږي چې هغوی د خپلو سیمو څخه بل لوري هجرت ته اړ کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x