
یمن: حوثیانو دعدن په ښار کې ولسمشریزه ماڼۍ ونیوله
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): حوثیانو د یمن په عدن ښار کې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلویانو سره تر سختي جګړې وروسته ولسمشریزه ماڼۍ نیولې.
دا نوی پرمختګ په داسي وخت کې راځي چې د یمن په مختلفو سیمو کې د حوثیانو په خلاف د سعودي په مشرۍ د ایتلافیانو هوايي بمبارۍ رواني دي، او دوه ورځي وړاندي ددغه برید ویاند وویل چې دوی عدن ښار د حوثیانو څخه محفوظ کړی، او ټولي ورتللي لاري یې د حوثیانو څخه پاکي کړي دي.
سعودي چې دغه برید ته یې د «پرېکنده تندر» نوم ورکړی، د حوثیانو په مرکزونو، کاروانانونو، د وسلو پر ډیپوګانو، رادارونو، او د میزایلونو پر تنصیباتو باندي بمبارۍ کوي.
د عدن په ښار کې د ولسمشريزي ماڼۍ (قصر المعاشیق) ته اوسني ولسمشر هادي له هغه ورسته پناه ور وړې وه، کله چې هغه دحوثیانو تر انقلاب وروسته د پلازمیني صنعاء څخه په تیښته بریالی شو، او په عدن باندي د حوثیانو د بمبار او جګړې د پیل سره سم نوموړي د عدن څخه هم پښې سپکې کړې، او سعودي ته یې پناه ور وړه.
باید وویل شي چې تیره ورځ د سعودي سفیر په واشنګټن کې رسنیو ته وویل چې دوی عدن ته د ځمکني پوځ پر لیږلو غور کولای شي، او ددې خبر د انتشار سره سم نن ورځ د سعودي یو بل جګپوړي مسؤول رسنیو ته ویلي چې دوی لا تر اوسه عدن ته خپل پوځ نه دی لیږلی.
له بله اړخه نن د امریکا له خوا په یوه بیان کې ویل شوي چې دوی په خلیج کې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د سعودي د پرېکنده تندر الوتکو ته په هوا کې د تیلو رسولو اجازه لري، خو د اهدافو په نښه کولو کې به د دغه الوتکو سره همکاري نه کوي، او نه به هم په دې جګړه کې نور عملي شرکت کوي.
تیره ورځ د یمن سره پر پوله باندي د سعودي یو عسکر مړ او لس نور عسکر ټپيان شوي وه، او د سعودي پوځي چارواکو رسنیو ته ویلي وه چې حوثیانو هڅه کول سعودي ته ور ننوزي، چې د سعودي پوځ د سخت مقاومت سره مخ شول، او په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته.