«د اوږد عمر لپاره د خلکو سره ښه کوه»

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د خلکو سره ښه کوه، اوږد عمر به ولرې، دا نصیحت د هغه میرمنې دی چې د نړۍ په کچه تر ټولو ډیر عمر لرونکې ده.

د ویفر په نامه امریکايي میرمن چې د کال ۱۸۹۸ د جولایی په څلورمه زیږېدلې، ویلي چې د اوږد عمر کیلي د خلکو سره په ښه رویه تعامل کول دي.

ویفر وروسته تر هغه د نړۍ تر ټولو زړه ښځه معرفي شول کله چې د جاپان میساو اوکاوا په ۱۱۷ کلنۍ کې په تیرو ورځو کې مړه شوله.

ویفر چې د امریکا په ټکساس ولایت کې پیدا شوې، مور او پلار یې دهقاني کوله او دې په کورنو کې د خدمت دنده تر سره کړې.

ویفر د ورځي درې خوراکه کوي، په اونۍ کې درې ځله ورزش کوي.

ویفر وايي چې زه د خلکو سره هغه ډول تعامل کوم لکه څرنګه چې زه د ځان لپاره د هغوی څخه د ښه تعامل تمه لرم.

باید وویل شي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه نسخه شاوخوا پنځلس سوه کاله مخکې بیان کړې وه او فرمایلي وه چې صله رحمي عمر اوږدوي او همداسي په څو روایتونو کې په مختلفو الفاظو فرمایلي چې غوره اخلاق او ښه تعامل د انسان عمر او رزق پراخوي.

په نبوي احادیثو کې په دې  ډير ټينګار شوی چې د خپلوانو سره صله‌رحمي وکړي، ګاونډیانو حقوق ادا کړي او په هېڅ صورت له خلکو سره خپلوي ونه شکوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د