«په ۲۰۷۰ز کال کې به اسلام د نړۍ تر ټولو زیات پیروان ولري»

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): یوه امریکايي تازه څېړنه وايي چې تر ۲۰۵۰ پورې به د مسلمانانو او مسیحیانو نفوس سره نېږدې شي او تر ۲۰۷۰ پورې به اسلام ټول دینونه تر شا پریږدي او تر ټولو زیات پیروان به ولري.

په واشنګټن کې د پيو څېړنو مرکز د دینونو د ودې په اړه په یوې څېړنه کې ویلي چې په را روانو څلورو لسیزو کې به مسیحیت تر ټولو ډیر پیروان ولري خو د مسلمانانو شمېر تر نورو ټولو دینونو به په دغه موده کې زیات شي.

د څېړونکو له قوله په ۲۰۵۰ کې به د مسیحیانو د ۲.۹۲ میلیارده نفوس په مقابل کې د مسلمانانو شمېر ۲.۷۶ میلیاردو ته ورسیږي چې د نړۍ ۳۱.۴ او ۲۹.۷ نفوس د دواړو دینونو پیروان تشکیلوي.

په څېړنه کې په زړه پورې داده چې تر ۲۰۵۰ پورې به په اروپا کې د مسیحیانو نفوس کم شي. د څېړنې له مخې په دغه موده کې به د مسیحیانو نفوس له ۵۵۳ نه ۴۵۴ میلیونو ته راټيټ شي. همدا راز په امریکا کې به د مسیحیانو نفوس له ۳ پر ۴ څخه ۳ پر ۲ ته راټيټ شي. ددې تمه هم شته چې تر مسیحیت وروسته به اسلام په امریکا کې ستر دین شي او یهودیت به تر شا پریږدي.

په ۲۰۱۰ کې د مسلمانانو شمېر ۱.۶ میلیارده او د مسیحیانو شمېر ۲.۱۷ میلیارده و. خو د څېړنې د راپور په اساس د څلورو پېړیو وروسته به د مسلمانانو او مسیحیانو نفوس یو برابر شي. همدا راز هندوان چې د نړۍ ۱۴.۹ سلنه نفوس تشکیلوي به د نړۍ درېیم ستر دین شي.

په را روانو څو لسیزو کې به اسیا لویه وچه کې تر ټولو زیات مسلمانان وي او هند به د نړۍ هغه هېواد شي چې تر ټولو زیات مسلمانان په کې اوسیږي. اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو زیات مسلمانان په اندونیزیا کې اوسیږي.

د پیو څېړنو مرکز زیاته کړې چې په اروپا کې اوسمهال ۱۰ سلنه مسلمانان اوسیږي او په کوم کچه چې د دوی وده روانه ده که پاتې شي نو تر ۲۰۷۰ پورې به اسلام د نړۍ تر ټولو ستر دین شي چې زیات پیروان به لري.

څېړنه دا هم وايي چې په نړۍ کې به په را روانو څو لسیزو کې د ملحدینو په شمېر کې به کمی راشي خو په امریکا او فرانسه کې به بیا مسحیان زیات شي.

همدا راز بوذي دین به یواځېنی دین وي چې د پیروانو د زیاتېدو هېڅ تمه يې نه کیږي.

په اروپا او امریکا کې د نورو تحریف شویو دینونو په پرتله د اسلام مبارک دین تېزه وده پیل کړې چې د مسیحي متعصبو پاپانو اندېښنې یې پارولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د