افغانستان

د خوست خونړۍ چاودنې د قربانیانو شمېر۲۰ ته لوړ شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د خوست د پرونۍ خونړۍ چاودنې د قربانیانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شو.

د خوست څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په پرونۍ خونړۍ چاودنه کې د دوه قومي مشرانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه پرون د وري په ۱۳مه د خوست ولایت مقام او د والي کور ته څېرمه په هغو لاریون کوونکو وشوه چې دغه ځای کې د والي ضد راټول شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د خوست په چاودنه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

خو د خوست سرپرست والي ویاند مبارز احمد ځدران وايي چې په دغه چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي وو او ۲ کسان نور د سختو ټپونو له کبله نن ساه ورکړه چې له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شو.

د خوست امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال ګل محمد وايي چې د تېرې ورځې په چاودنه کې ولایتي شورا ته کاندید خان زمان ، یو قومي مشر شیر نواز او د ولسي جرګې وکیل همایون همایون یو شمېر ساتونکي هم وژل شوي.

هغه زیاته کړې چې همایون په دغه پېښه کې ټپي شوی او د تداوۍ لپاره د هلیکوپتر پر مټ کابل ته انتقال شوی.

د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړې چې په ټپيانو کې ولایتي شورا ته کاندیدان او ماشومان هم شامل دي.

تېره ورځ د چاودنې وروسته د خوست ولایت ښار بند شو او بېلابېلو سیمو کې د والي په پلوۍ او مخالفت کې لاریونونه پیل شول.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خوست په پېښه کې لاس درلودل رد کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x