
لوګر: چاودنې د یوې کورنۍ د ټولو ۷ غړو ژوند اخېستی
نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل په ګاونډي ولایت لوګر کې چاودنې د یوې کورنۍ ټول ۷ غړي وژلي دي.
دغه چاودنه نن د وري په ۱۴مه د برهکي برک ولسوالۍ په شیر دروازه سیمه کې په یوې کورلا موټر وشوه.
د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزی د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنه نن له غرمې وروسته شوې او په کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې وژل شوي کسان ۲ سړي یوه ښځه او څلور ماشومان دي.
اسحاقزی وايي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې په کورلا موټر کې د یوې کورنۍ غړي د کور پر لوري روان وو.
خو د لوګر ولایت د والي ویاند دین محمد درویش هم د یادې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې په چاودنه کې د دوو کورنیو ۷ غړي وژل شوي دي.
د درویش له قوله دغه دوه کورنۍ نن د جمعې په ورځ د برهکي برک ولسوالۍ کې تر سودا اخېستلو وروسته کورونو ته روانې وې چې د سرک د غاړې ماین پرې وچاودید.
د برهکي برک ولسوال محمد رحیم امین ویلي چې د چاودنې قربانیان د دهشیخ سیمې اوسیدونکي دي.
د دهشیخ اوسیدونکي وايي چې په چاودنه کې د صمیم په نوم یو تن له ټولو کورنۍ سره وژل شوې.
دا په داسې حال چې پرون په خوست ولایت کې په یوه لاریون چاودنې ۲۰ کسان ووژل او ۶۲ نور ټپیان کړل.
زه په یقین سره ویلی شم چی د بی گناه ملکیانو وژنه او پری چاودنه داسلام په خلاف دکفارو او ددوی د لاسپوڅو استخباراتی لوبه ده چی پدی شکل اسلام او مسلمانان بدنام کړی ولی ددی واقعاتو عاملین دیی هغه که هر څوک وی په دی وپوهیږی چی پدی کارونو به نه هم په دی دنیا او نه هم په آخرت کی د الله له عذاب او مواخذه نه خلاص شی او انشالله ضرور به رسوا کیږی او مسلمانانو ته ښایی چی د کفارو پدی توطیو او دسیسو باید همیشه آگاه واوسی او باید ترینه پرده پورته کړی