طالبان: د غزني عملیات د «دښمن» په تېښته پای ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د غزني ولایت په شلګر او ده یک ولسوالیو کې د حکومتي عسکرو لخوا د «نصرت» تر نوم لاندې د دغو ولسوالیو څخه د طالبانو د ویستلو لپاره عملیات پیل کړي وو چې پرون پای ته ورسېدل.

طالبانو د «نصرت» عملیات ناکام بللي او په وینا یې عملیات د دوی د دښمن په تېښته پای ته ورسېدل.

دوی ویلي چې عملیاتو کې سلګونو عسکرو، پولیسو او اربکیانو چې ۲۰۰ پوځي موټر، ټانکونه او رینجر موټر ورسره و، برخه اخېستې وه.

په غزني ولایت کې عملیات چې لومړی د ده‌یک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پیل شوي وو او پنځه ورځې یې دوام درلود د طالبانو په وینا «ناکام شول» او «دښمن» یې د عملیاتو بېرته لاس واخېست.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې په ده‌یک ولسوالۍ کې تر «ناکامو عملیاتو» وروسته دولتي عسکرو شلګرو ولسوالۍ ته مخه کړه او د شلګر په سلطان باغ، عیدو، سیدوالو، نظرخان، چهارخانه، زرین، غلام صديق کلا، عاشقوالو، لیوانو، خانان کلا، ګبرو، علي کلا، ماموروالو، نسوخیلو، اخندخیلو، ناني، مستوفي، کمال خيلو، حیاتوالو او سردې کليو سیمو کې يې د ډيرو نظامي وسایطو او تجهیزاتو په وسیله «د ولسي وګړو په ضد عملیات روان وساتل».

تېره ورځ په غزني ولایت کې د حکومتي عسکرو لخوا د ملکي وګړو د وژنې او د کورنو د لوټونې پر ضد د شلګر او ده‌یک ولسوالیو ولسونو ستر لاریون هم کړی و. لاریون ته د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع ويلي وو، چې ملي اردو په لوی لاس د عامو خلکو پر کورونو بريدونه کوي او د خپلو توپونو مخه يې د مخالفينو پر ځای ولسي وګړو ته اړولې ده.

د اندړو ولسوالۍ قومي سپين ږيرو د «نصر» عملیاتو په اړه ویلي وو چې د ملي اردو عسکر په لوی لاس ولسي وګړي وژني او تر اوسه يې څلويښت تنه وژلي او له اوياوو زيات يې ټپيان کړي دي.

طالبانو هم په حکومتي عملیاتو کې ولسي وګړو ته د ور اوښتو زیانونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې حکومتي عسکرو په عملیاتو کې «د خلکو کورونه په توپونو، هوانونو او درنو وسلو وويشتل، کورونه يې چور کړل او د ملکي خلکو په هدف ګرځولو سره يې تر ۲۵۵ پورې کورونه ونړول، تر ۷۰ پورې ملکي کسان يې شهیدان او ټپيان کړل، دخلکو ډير موټر او موټرسایکل يې له منځه یوړل، په سلګونه مواشي او څاوري يې ووژل حتی د خلکو له کورونو څخه يې چرګان غلا کړل او ويې خوړل».

دوی ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې « د دښمن ۱۸ ټانکونه او ۳ رینجر موټر په یادو سیمو کې له منځه لاړل، د دښمن ۹۲ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول او ۶۳ نور مرګوني ټپيان شول».

« دښمن د دغو درنو تلفاتو په لیدو سره نور د عملیاتو د دوام تاب او سیک له لاسه ورکړ او په خورا ذلت سره پرون غرمه په زوړند سر له سيمې څخه وتښتېدل».

طالبانو په دغه ۱۱ ورځېني عملیاتو کې د خپلو ۳ تنو ملګرو وژل کېدل او ۸ تنو ټپي کېدنه منلې ده.

تر دې مهاله حکومتي لوري ددغو عملیاتو په اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د