د اجراییه رییس دوهم مرستیال محمد محقق

د ګډحکومت بل ټکر؛ محقق هم د یمن په جګړه کې د اشرف غني دريځ سره مخالفت وښود

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس دوهم مرستیال محمد محقق د یمن په جګړه کې د اشرف غني د دريځ سره سخت مخالفت ښودلی او دا یې د امنیت د شورا لخوا د شوې پریکړې مخالف دريځ ګڼلی دی.

محمدمحقق د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي چې د یمن په جګړه کې د امنیت شورا په دې پریکړه کړې وه چې دوی به بې طرفه پاتې کیږي.

محقق ویلي چې «د نړۍ په نېږدې، لرې او هرځای جګړه کې د افغانستان دريځ بې طرفه دی. افغانستان په نړۍ کې د هېڅ یو جنګ طرف نه نیسي».

هغه زیاته کړې چې اوسمهال حرمینو ته ګواښ نشته او هغه مهال چې حرمینو ته ګواښ متوجه شي دا د مسلمان دنده ده چې دفاع يې وکړي.

محقق چې د ایران نېږدی پلوی ګڼل کیږي دغه هېواد سره د اړیکو په نه خرابېدلو ټینګار کوي او وايي چې دوی باید د یوه هېواد سره په اړیکو باید د بل هېواد سره خپلې اړیکې خرابې نه کړي.

تر محقق وړاندې د ګډحکومت اجراییه رییس هم ورته څرګندونې کړې وې او د اشرف غني د دريځ سره یې کلک مخالفت ښودلی و.

تېره ورځ د ګډ حکومت د ولسمشر له ماڼۍ «ارګ» څخه په خپرې شوې اعلامیه کې د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د روانو عملیاتو په اړه څرګندونې شوې وې چې په ترڅ کې یې د یمن په روانه جګړه کې له سعودي عربستان څخه ملاتړ اعلان شوی وه.

د ولسمشر اعلامیې لیکلي وه چې سعودي عربستان ته د هر ډول ګواښ په صورت کې به افغانستان «په ټول قوت» سره د دغه هیواد تر څنګ دریږي.

د ارګ د ګلخانې ماڼۍ اعلامیې دا هم زیاته کړې وه چې دغه دریځ یې د سیاسي او جهادي مشرانو او همدا راز د ملي امنیت شوری د موافقې په رڼا کې له خورا ډیرو سلا مشورو وروسته خپل کړی.

د ګډ حکومت اجرایوي رئیس دوهم مرستیال محمد محقق لپاره چې له ایران سره په نږدې اړیکو پیژندل کیږي، به ګرانه وي چې له ولسمشر اشرف غني سره، چې د امریکا او د امریکا د ستراتیژیکو همکارانو اعتمادي کس بلل کیږي، په وروستۍ پرېکړه کې همغږي وښيي.

د کتونکو په باور، د سعودي د ملاتړ په وړاندې دغه متضاد دریځونه به د ګډحکومت د مشرانو تر مینځ د ټکر یو بل لامل وي چې ښايي د ګډ حکومت بقا او پایښت لا له زیاتو ننګونو سره مخ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د