د ارواښاد ډګروال سید نجم الدین آغا د مړینی په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

د ارواښاد ډګروال سید نجم الدین آغا د مړینی په مناسبت  د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

۱۴/۱/۱۳۹۴ عجمان – متحده عرب امارات

په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد رښتنی خدمتګار، نومیالی پوځی افسر او ټولنیز شخصیت الحاج ډګروال سید نجم الدین آغا د دی فانی نړی څخه د ابد دپاره سترګی پټی کړی.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد الحاج ډګروال سید نجم الدین آغا یو تګره نظامی شخصیت ؤ چی د خپل ژوند ډیره برخه یی پوځی چارو ته په خدمت کی تیره کړی وه.

د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه پلاوی او ټول غړی د ارواښاد الحاج ډګروال سید نجم الدین آغا مړینه یوه لویه ضایعه بولی او خپل د خواشینی مراتب د دوی محترمی کورنی، دوستانو او په خاصه ټوګه د ارواښاد زوی، د هیواد نو میالی شاعر، لیکوال او د بینوا پاڼی مشر ښاغلی خالد هادی ته وړاندی کوی، ارواښاد ته د لوی خدای (ج) څخه جنت الفردوس، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.

روح دی ښادوی

په درنښت
جنرال غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د