
نړۍ
د سعودي دوه نور عسکر د حوثیانو په ډزو وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان دوه نور عسکر د جمعې په مازدیګر له یمن سره پر پوله باندې له حوثیانو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې یاد سرتیري نن د جمعې په مازدیګر څلور بجې د عسیر په سیمه کې په داسې حال کې ووژل شول چې د یمن له لوري له یوه غره څخه حوثیانو د الحصن په نامه د سعودي پر یوې سرحدي پوستې ډزي وکړې.
نوموړي ویلي چې د سعودي ځواکونو هم پر مخالف لوري ډزي کړي.
د نن ورځي د وژل شویو عسکرو نومونه محمد بن حمود الحربي، او عبد الرحمن بن مرعي ښودل شوي.
د دغو دوه تنو عسکرو په وژل کیدو سره د یمن جګړې له پیل څخه بیا تر اوسه د سعودي عسکرو د مړو شمېر ۳ تنو ته پورته شو.