نړۍ

يمن: ولسي ځواکونو عدن کې حوثي شيعه ګان په شا وتمبول

نن ټکی اسیا ( شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د يمن عدن ولايت کې ايران پلوو شيعه ملېشو د خپلو پرمختګونو په ترڅ کې ولسمشريزه ماڼۍ او ګڼې نورې سيمې نيولې وې، مګر تېره شپه د سعودي عربستان په مشرۍ د لسګوني ايتلاف هوايي بريدونو په مرسته ولسي او دولتي ځواکونو په ګډه عدن کې د حوثيانو د پرمختګ مخه ونيوله او په شا يې وتمبول او اوس هم جګړه روانه ده.

عربي رسنۍ وايي، چې د عدن ختيځ العلم سيمه کې د حوثي ملېشو پر ضد هوايي بريدونه روان دي.
بل پلو ځايي سرچينې وايي، چې شيعه ملېشې د عدن له مرکزي سيمې «کريتر» څخه ووتې، له سختو خونړيو جګړو وروسته يې دغه سيمه پرېښوده او «خور مکسر» سيمې ته وتښتېدل.

راپورونه وايي، چې د حوثي ملېشو په توغنديزو بريدونو کې پنځلس ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

وروستي راپورونه وايي، چې ولسي مقاومتي ځواکونه د خورمکسر سيمې پر لور پرمختګ کوي او د دغې سيمې ځينې ځايونه يې نيولي هم دي.
د ولسي مقاومت له لوري دا پرمختګونه په داسې وخت کې وشول، چې تېره ورځ د سعودي په مشرۍ د لسګوني ايتلاف الوتکو د يمني ولسمشر عبد ربه منصور پلويانو او ولسي مقاومت ته د هوا له لارې سپکې او درنې وسلې وغورځولې.

بل پلو وړمه ورځ القاعده جهادي ډلې سويل ختيځ کې مکلا ښار نيولی، د دغه ښار پوځي مرکز يې په خپل کنټرول کې اخيستی او زندان يې مات کړی دی.
تېره ورځ حوثي ملېشو سره په دغه جګړه کې د سعودي دوه عسکر هم وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشره ويليري ايموس وايي، چې تېرو دوو اونيو راهيسې يمن کې د روانو جګړو په ترڅ کې له پنځه سوو زيات کسان وژل شوي او له ۱۷۰۰ زيات ټپيان دي.

د عدن د عامه روغتيا چارواکي وايي، چې روغتونو کې د مړو او ټپيانو شمېر ډېر زيات دی او دوی يې د درملنې لپاره اړين توکي نه شي پوره کولای.

د عدن ځايي خلک وايي، چې د دغه ولايت ۹۵سلنه خاوره له حوثي ملېشو پاکه شوې ده.

پرېکنده تندر

د سعودي په مشرۍ د «پرېکنده تندر» عمليات په نهمه ورځ هم عدن کې د ايران پلوو شيعه ملېشو پر ضد روان دي او د عدن د هوايي ډګر شمال کې د حوثيانو «صولبان» او لويديځ کې «بدر» پوځي مرکزونه د هوايي او سمندري بريدونه هدف دي.

د سعودي په مشرۍ جنګي الوتکو د پلازمېنې صنعا په لويديځ د صعده ولايت «شداء» سيمه کې د حوثيانو د ايتلافي او پخواني شړل شوي ولسمشر علي عبدالله صالح پر پلويانو، د وسلو په ډيپوګانو او حوثي ملېشو پر مرکزونو قوي بريدونه پيل کړي دي.

بل پلو د يمن د بهرنيو چارو وزير رياض ياسين وايي، چې د ايران پلوو شيعه ملېشو د ځپلو لپاره د ځمکنۍ جګړې تياری هم نيول شوی او د حالاتو له مخې به دوی پرېکړه کوي، مګر تېره اونۍ يې د مصر شرم الشيخ کې عرب ليګ غونډې ته وويل، چې د سعودي په مشرۍ «پرېکنده تندر» هوايي بريدونو له يمن څخه د ايران لاس پرې کړی او اوس د حوثي ملېشو لپاره مرستې نه شي رسولی او ايراني الوتکې يمن ته د سفر کولو جوګه نه دي.

د عربي چارو يمني کارپوه ياسين تميمي وايي، چې حوثي ملېشې دا توان نه لري، چې پر سعودي بريد وکړي او يا هم سعودي عربستان ته عملا څه ګواښ متوجه کړي.

ياسين تميمي زياتوي: «’پرېکنده تندر’ عملياتو د حوثيانو ملا ورماته کړې، ملېشې او ځواک يې دړې وړې شوی، قيادت په مېدان کې نه شته او په داسې حال کې د دوی ګواښونه يوازې د خولې خبرې دي»

د يمن د بهرنيو چارو وزير رياض ياسين عرب سرمشريزې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دا بريدونه به د يمن د قانوني حکومت تر قايمولو او حوثي ملېشو تر نسکورولو روان وي او له هغې وروسته به هېواد کې د سياسي خبرو اترو لړۍ پيليږي.

ښاغلي ياسين پر ايران تور ولګاو، چې غواړي، يمن خپله مستعمره وګرځوي او د همدې موخې لپاره يې يمن کې د حوثي کودتاچي ملېشو ټينګ ملاتړ کړی، مګر اوس، چې د دغو شيعه ملېشو پر ضد «پرېکنده تندر» عمليات روان دي، نو د ايران د مرستو او مداخلې لاس يې هم ور پرې کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x