غله او د زابل قیمتی غمی

لیکوال: ګړیخیل ګړندی

په زابل کی د قیمتی ډبرو کشف چا کشف او چا غلا کړو؟

غرمه چی هوا خړه پړه غوندی وه دمنی سیلي به سهار وختی ډیریخ جوړکړی وو خو دغرمی خواته به دلمرتیزو شغلو سړی سوری ته اړ ایستلو ،کلی کی هم دسړی خُلک په تنګیدلو ځکه چي په باغونوکی به میوی نه وی د درختو زیړی پاڼي به باد یوی اوبلی خواته اړولی دکلی ماشومانوبه کورنی پسونه دهمدی ژیړو رژیدلو پاڼو لپاره په باغونو کی څرول کله به یی یوه تیږه درختی ته هم ورته کوله ترڅو دبادام له ونی پاته دانه به یی را غورزوله ، نور دا وخت کلیوالو دژمی لپاره دبټو کوټي تیارولي ځکه چي زابل هم د نورو سړو ولایتوپه څیر واورین اوسوړ ژومی لرونکی ولایت وو داوخت څه کم دولس ۱۲ بجی وي چي یو کلیوال او اشنا سړی دعبدالکریم لالا په مخ راغی څیره یی ډیره ویرونکي اوتښتیدلی غوندي ښکاریدله مخکی له دی چي دی خپل ویر راته څرګند کړي ماله ورایه ورته کړه چي کریم جان لالا خدای دي درته خیرکړي ډیرراته پریشانه او غمجن ښکاری ؟

د ویل کومه دخیرخبره می هم نه ده لیدلی بلکی ډیره ناتراشه اونادره می نن ولیده ،ما ویل وایه کریم جان لالا خدای بی خیرکړي هیواد کی همیشه ناتراشی اونادری وي !

نه نه ! !! له دی که دي خبرکړم بیا به ته هم فکر کوم د خپلو قدمونو په رفتار کی ډیرفرق ووینی !

ښه کریم لالا وایه دابیاکوم ناتراشه ده چي اورونه بلوی اوخلک منډوترړو ته اړباسئ !

ورور جانه دا نن می په باری غره ستاسو دباغونو پورته دپښیو په بند کی بوټي کول کله چي دغرمی تر وروستۍ پوري مي ښه ډیر بټي ووهل اخرمي یوبار په حیوان باندي را بار کړي کله چي ستاسو دباغونواوابراهیم څلی ترمینځ دغره پوري خواته وکتل ،نو ترسترګومی دغره په څوکوباندي خلک ولیدل چي کولنګونه ورسره ده او په هسکوڅوکوباندی مورچلی جوړوي ؛بس همدلته پوی شوم چي همدا امریکن کمانډوده کوچی یی کفری راډیوګانو بی بی سی او ازادي تری خبری کولی ……! سیمه دمحاسری په حالت کی ده ،خدایزده دکلی ملا امام او اوطالبان به خبروی کنه ؟

داسی نه چي هم کلی وران کړي اوهم مرګ ژوبله رامینځ ته شي ،دوې پښی هغه وی دوې می نوری کړي حیوان می هم په ډیرو وهلو اوهی هی باندي را په منډ کړ.

هله وروره ! که دخیر اراده لری بس همدایی وخت دي انګریزان خو ډیربی رحمه چمبازه کنکښ دښمان دي هسی نه چي هم کلی تباکړی اوهم موږ!

ښه نو کریم لالا اوس څه چاره یی په کار ده …. !!!

وروره سالک اونصرت په ولسوالی کی غواړی چي کندوز ته لاړ شی دمجاهدینو په راټولوبوخت وو ورته وایه چي همدا کندوزده ددغو کمانډویانو چاره وکړی کنی کلی بمباره وي داد امیرالمؤمنین اصلی مینه ده قوم یی ده هسی یوه بانه ورته غواړی ته خوپه داتاریخ ماریخ کی ډیری کوتي وهئ اوهر ورځ موږ ته عبرتناکه کی قصی کوی خونن همداده هغه قصه ده ….دمرحوم میرویس خان نیکه یاهوتکی انقلاب په وروستی ماتي کی دافشاریانو اوداخلی قومی تعصوبګرو په اشاره څومره هوتکی پلرګنی په شهادت ورسیدی کلی اوبانډي ځینی پاته اولرو ملکونو ته مهاجرشول همغه ستاقصی می یادی دي ورورجانه بیاهغه کانه اوهغه تانه ده هسی له خپله سره اور مړکوه په چور تونو نه شی………………!

داهغه لومړی شپی وی چی دطالبان دوروستي مقاومت په درشل کی له برتانوی او امریکایی ځواکونو سره دهیواد په حرم چني وهلی دهیواد خلک ډیرخفه او مایوسه ښکاره کیدولو دروسی ښکیلاک اثار لا موجود وو خلک دوحشتونو ،بمباریو، هجرتونو ، بی ناموسیو اومرګ ژوبلو له ویر په هیڅ نه پوهیدلو …

ماهم دکریم لالا په خبره باور راغی بس په همدغه ځای په موټرکی ورسپورشوم چي زه ورتلم دوی دلاری په نیمایی کی په مخه راغلو دسلام او روغبړسره جوخت می دکریم لالا ویرجنه قصه ورته وکړه سالک لومړی په چورت کی شوچی نصرت په یوه مسکی ډول راته وویل ورورجانه کریم لالا لږ عصبی غوندی سړی ده ګوره څه یی لیدلی وي ………..؟

هسی نه چي مرغان ترنظر ورته کومانډیان شوی وي داوخت دزاڼوپه څيرنور لوی مرغان هم ګرموسیموته ځان رسوی .

سالک ورغبرکه کړه چي ددښمنه هره مشکوکه څیره دڅار وړ اولټون یی حتمی ده…… …………!!!

خیرو خوزه یی هم بیرته راستون کړم چي درځي له کریم لالا سره دځای لټون وکړو په وړاندی یی خبرتیا وښیو…!

سالک ته می تردي څو ورځي وړاندي دصلیبی جنګونو په نوم یوکتاب ورکړي وو ده راته وویل چي ستاکتاب می ډیره برخه مطالعه کړ خودمطالعی سبب دبش هغه خبری شوی چی لعین ویل داصلیبی جګړه ده خو اوس یی ډیرخوند وکړو اوپه دی هم خوښ سوم چي په همدی جګړه کی شهیدشم ځکه چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي داهل کتابوپه لاس شهید دوو شهیدانو فضیلت لري ماپه خندا کی ورته وویل : چي همداددوفضایلویاران دباری غره په څوکو ناست دي بس ستاسو انتظار کوي…

خوددی خبروسره جوخت دوزیرلالا دکوټي مخ ته موټربریک وواهو خلک ددیوال بغل ته کتارولاړ دي اوموږ ته ناری وهی چي موټرمخکی مه بایی چي دغره له څوکومو کمانډویان ویني … ددي ډیرو خلکوپه لیدوسره زما ښه زړه ته تیره شوه چي کار ریښتیاهم خراب دي.

دطالبانو مشر راته وویل چی ته اویو بل ملګری بسم الله کړی ددی خلکو اصلی حالت راته جوت کړي ځکه چي داسمیه ستاسی ده او هره غونډۍ ،غټه اوژوره درته معلومیږی کوشش وکړی چي مشکل درته جوړ نه شي صرف دومره معلومات راکړی چي داخلی ګوډاګیان دي اوکه بهرنی یرغلګري په اصطلاح کمانډویان دي.
بس نوزه هم مجبوره شوم پایک (پای الدین) نومی می دځان سره ملګری کړي دیوې اوږدي لارې له پلوه دغره هسکی څوکی ته ځان پورته کړ ملګری راته وویل وروره داخو ریښتیاکمانډویان دي چي په هرڅوکه دوه او درې کسه بوخت دي چي مورچلی کاږي تاسو ویل چي کریم لالا عصبی سړی دي بس بس وروره خبره خرابه ده در غورځه چي یاران ځیني خبرکړو ،نورنو دوی اوتوره یی!

ماملګری ته وویل چي ته لږ صبر وکړه دڅوکی سرته به ښه ور هسک شو ماته داخلک داخلی معلومیږي ،خوچی کله دڅوکی سرته ورسیدو که ګورو چی جامی یی دکوچیانو دي او ږغونه یی هم څه ناڅه اورو چي کوچانۍ اصطلاح می واریده چي (دې ماخپله ورورکیه تیګی یی مه بوله ډالر دی ډالر) دغوالفاظ نورهم په شک اوترتدید کی واچولم چي دډالرو نوم یی واخیست ملګری ته می وویل چي سړیه خبره خوداده چي خلک کوچیان دی مګر دډالرو خبری کوي ته راځه چی لږ لا دغره په څنډه کی ورنزدی شو چي ددوی په خبرو ځان پوی کړو اوس خو راغلی یو نامردي نو نه ده په کار بایدپوره خبریوسو!

خوکله چي دوی ته څیرمه غونډۍ کی ورته کښیناستو نو یوکوچی بل ته وایی ( داجایوال ماغودان که راخبرسو څرمن به راچي وباسي بیابه دڅر دي پاره میګی اوپسه هم نه راپریګدی) دویم ورته وایی (ماغوده تیګی کاږه داهم میګی دي اوهم پسونه چي هسی یی ترپاکستانه ورسو اونوری پیری وکړو) بس زه پوی شوم چي دا د دیوانه ملامددغمی (بلوړ) دی چي دوی یی کاږي ددی تیږو قیمت که څه هم ډیر اوچت نه دي خو بیاهم دملت اوسیمیزو وګړو حق بلل کیږی.

ملګری ته وایم په ټول کار اوکتار پوی شوم ملامدد به دلته ګرزیدی چي ددی غره بوټي طبی ارزښت لری خوراګران خرڅیږي اوداتیږي په پاکستان کی دساعتونو اینی اویوډول تسبی تری جوړیږي چي بیلوړ ورته وایی نورمی دخپلي دخاوری اوهیواد مینه دهیواد خرڅولو منظر ونه زغمولو په کوچیانو می دالله اکبرپه چیغه سره ور ودانګل خودوی ډیرسخت وډاریدل او د(موګ یو موګ یو…! دخدای په خاطر چي ډز راباندی ونه کړي ) موږ ورته وویل چي ټول یوځای ته سره راشي او ددی کار ریښتنی حال راکړی کنی انجام به مو خراب وي ټوله سیمه مو ناارامه کړي په کلیوکی چیغه ګډه ده چي دباری غره په سر انګریزی کمانډویان مورچلی کاږی طالبان ستاسو دمرګ او وژنی انتظار باسی.

کوچیان چي ډیر وارخطا وو یوه تر ږیره ونیولم چي حاجی اکا خدای ګل به کړي ته به کړي په موږ ورحمیږي موږ ریښتیاچی غدرکړي دهیواد تیږی کاږو اوبیایی په پاکستان کی په ډیرکم قیمت خرڅه وو ،خوداهرڅه دغربت اوبی کاري لامله کوو بارانونه نشته پسونه مو وګی تګی دي) ملګری می ورته وویل ورسي ټولی تیږي راوړی اودلته یی یواځای کړي دوی همداسی وکړل بیا ماورته وویل چي اتغر کوم لورته دي دوی همغی لوری ته لاس ونیوی موږ ورته وویل چي په یوه منډه به تر اتغره په ځغاسته ځی له هغه وروسته به په موټرکی سپریږي اوپاکستان ته به ځي که پښتانه ،اویامسلمان نه وای نو ډیربد چلند به مودرسره کړي وو ،خو اوس طالبان یادکلیوعام خلک درخبریږي داموخیردی چي تر اتغره په ځغاسته ولاړ شي اوبیاژر دهیواد ترپوله واوړ‎ئ.

ملګری می ډیرپسخندی وو له شاخوا به یی یو یو ډز هم پس کولو اوبیابه یی دهای های راګرزوی یی !ناري ورپسی وهلی دوی به نورهم په ځغاسته دشنکی له سرحدي غونډیوڅخه پښی سپکولي.

کله چي طالبانو اوکلیوالو وګړو ته راغلو هغوی لاهغسی دویر اوخفګان په حالت کی وو چي موږ له خندا اوتبسم څخه ترډیره دوی نه شوای خبرولای ،کله چي موخبرکړو ډیر ارمان یی وکړو چي دا پردی خلک اوداسی ترنګلی حالات اوددوی داغدر غلا اوبی ایمانی …..!؟ زموږ ځمکه زموږ غرونه زموږ تیږي ….؟موږ به امریکایانو او انګریزانو څخه څه ګیله وکړو ؟؟؟؟؟

خو اوس څو کلونه کیږی چي چي داشرف غینی دواکمنی ولسوال صیب اویوڅو ځایی ملګری یی داتیږي پاکستان ته وړی اوهلته یی په ډیرکم قیمت پلوری په ځایی خلکو کی هم هغه خلک پیژنم چی په دی کارسره هم ولسوال خوشحاله ساتی اوهم دخپل ځان کار پری کوي اویوه ډله خلک چي ځان طالبان بولی اودهغوی په جامه کی دی کارته لیڅی بډوهلی دي خوطالبان له دی کاره بلکل ناخبره دي هغوی هم په دی کار کی ترډیره بریده خپل اقتصاد اوهیواد پلورنه ترسره کوی .

غوښتنه !

د سیمی دیوشمیرمخورو اوهیوادپرستو مسلمانانو په غوښتنه دهیواد له هروکړي داوسنی حکومت له هرچارواکي دامارت اسلامی له هرمسؤل کس څخه هیله لرو که په چا کی ایمان جذبه وي یادهیواد دزیرمو ساتنی غم ورسره وي دی موضوع ته دي جدی پام ور واړو ي اوداغله دي دمحکمی انګړ ته راکش کړئ او حکومت دي خپل موجوده ولسوال صیب وپوهوی چي داغدر اوغلاده دمیډیا والو څخه هم خصوصی غوښتنه لرو چي ددی موضوع په نشر اوخپراوی کی راسره مرسته وکړی.

دانه یوازی دباری غر دتیږو غلا او لوټ شروع دي بلکی په سره غره کی هم یوشمیرقیمتي تیږي دي چي هغه په برقی الاتو استعمالیږي هغه هم ډیری قیمتی تیږي دي دي ته ورته نوری تیږي هم شته که یادشوي مسولین یی په اړه تفتیش اوتلاش وکړي نو جوته به شي چی یوشمیر قیمتی تیږي دلوټ او غلا په درشل کي دهمسایه ملکونو په لور انتقالیږي.

(( ګړیخیل ګړندی))

دزابلی اولس خصوصا دشنکوالو ، مرغه والو او داتغراوسیدونکو، نوبهار یانو او … په نمائنده ګی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

مطلب وروره له کوچیانو سره ډېر وران یې ، نوښه ده چې په خپل نامه دي لیکنه نه ده کړي کنه وي دې ماغودانو خو به اوس خوړلی وی

عجیب ګل شینواری
میلمه
عجیب ګل شینواری

ګړیخیل ګړندی صیب لیکنه دی ډیره خوږه وه خو طوطیانخیل صیب وایی چي تاسو له کوچیانوسره وران یاست مګرزه وایم چي زابل دهوتکیانو اوتوخیایانو اصلی مینه ده دانور اکثریتونه ټول کوچیان دي توخو ډیروخت له ناصرو اونورو کچیانوسره ډیره ډغری ووهلی خو کوچیان اوس دزمکی په خوند پوی شول دپاکستان په دوکی کی له ترینانوسره دناصرو کوچیان قبضی په کوچلاغ کی له کاکړوسره دترکوچیانوقبضی په کوټه کی دکاسیانو اڅکزو اوبلوڅو سره دکوچیانو قبضی دڅه لپاره ؟ ایا دقیامت علایم نه دي ؟

حق جو
میلمه
حق جو

کوچیان هم بسلمانان دي که څه هم دوتاڼی کوچی ټول سره ضرر دی

محمود ترکی
میلمه
محمود ترکی

دګړیخیل لیکنه خو ریښتیاهم یوه ښه جهادی اولسی خاطره ده مګر دابه محدود خلک وی کوچینان اونورخلچی ټبرونه ولی سره بیل وښودل شی ؟په هرټبرکی ښه اوبدشته ددوی داعمل په کلکه غندم خوخلچی ټول سره وروڼه دی