يو حكومت دوه نظره/سرليكنه

نن ټکی اسیا: سرليكنه: د تیرې پنجشنبې په ورځ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني احمدزي په یوه رسمي اعلامیه کې د یمن په اړه د سعودي عربستان د موقف ملاتړ اعلان کړ.

خو د اعلامیې تر صدور یوه ورځ وروسته د ګډ حکومت اجرائیه مشر او د هغه مرستیال د سعودي عربستان په اړه د ولسمشر د موقف مخالفت وکړ.

د ګډ حكومت د مشر په اعلامیې کې راغلي چې ” د افغانستان دولت او مسلمانو خلکو له سعودي عربستان سره ژورې تاریخي او دیني اړیکې لرلې دي، او د الحرمین الشریفین له سپېڅلې خاورې دفاع د هرمسلمان وجیبه بولي، له همدې امله د الحرمین الشریفین له سپېڅلې خاورې د دفاع لپاره د هر ډول ګواښ د رامنځته کېدو په صورت کې به په ټول قوت سره د سعودي عربستان د دولت او د هغه هېواد د مسلمانو او وروڼو خلکو ترڅنګ ودریږي”.

خو د ګډ حکومت د اجرائیه رئیس مرستیال بیا د یمن د لانجې په اړه د سعودي عربستان موقف له نړیوالو قوانینوسره په ټکر کې بولي او په عاجل ډول پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو د توقف غوښتنه کوي .
د ګډ حکومت مشران نه یواځې دا چې د بهرنیو قضایاوو په اړه د حکومت پر واحدې تګلارې توافق نظر نه لري ، بلکې د هیواد د کورنیو موضوعاتو په اړه هم یو له بل نه مخالف نظرونه لري.

د ګډ حکومت مشر واشنګټن ته تر روانیدو وړاندې ميرمن شکریه بارکزي د انتخاباتي اصلاحاتو د مشرې په توګه وټاکله ، خو د ګډ حکومت اجرائیه رئیس د اشرف غني د دې کار مخالفت وکړ اوله رسنیو سره یې په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا پریکړه د هغه هوکړه لیک خلاف دی چې د دوی په وینا د ولسمشر او اجرایوي رئیس تر منځ لاسلیک شوی دی.

همدا راز په دې وروستیو کې د ګډ حکومت د مشر لخوا له وسله والو مخالفینو سره د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه ورکول کیږي ، خو اجرائیه رئیس ښاغلی ډاکټر عبدالله بیا وايي چې دا خبرې یواځې د حکومت د مشر او د سولې او امنیت شورا لخوا تر سره کیږي او اجرائیه ریاست هیڅ په جریان کې نه دی .

اوس چې د ګډ حکومت له جوړیدو څخه شپږ میاشتې تیریږي افغان ولس ترې دا هیله لري چې مشران یې باید د هغوی د امنیتي ، اقتصادي او نورو ورځینو ستونزو په لیري کولو کې اقدام وکړي ، خو له بده مرغه د حکومت مشران د ولس د ستونزو د هواري پر ځای د خپلو اختلافاتو له کبله د هغوی لپاره نورې ستونزې راپیدا کوي .

ښايي په نړۍ کې بل هیڅ چیري د داسې حکومت بیلګه ونه لیدل شي چې یو حکومت دي د هیواد د داخلي او بهرنیو قضایاوو په اړه دوه مخالف رسمي نظرونه ولري .

دا ډول حکومت افغانانو ته هم د منلو وړنه دی چې نوم یې د ملي یووالي وي او کړنې یې د ملي یووالي پر ضد وي .

ځکه د ملي یووالي په نوم د ګډ حکومت دا ډول مواقف سر بیره پردې چې د افغان ولس ملي وحدت ته صدمه رسوي په نړیواله کچه د یاد حکومت دیپلوماتیک وجاهت هم زیانمنوي .

امریکایانو د دې حکومت له ایجاد څخه هدف هم دا وه چې هغه نه دخارجي قضایاوو په اړه د افغان ولس د متحد موقف تر جماني وکړای شي او نه هم د داخلي ستونزو په هواري کې دهغوی ترڅنګ ودریږي ، بلکي هغوی غواړي ګډ حکومت یواځي د امریکايي مصالحو محافظ او په دې اړه یې د دواړو مشرانو نظر او موقف هم یو وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د