ادبي لیکني

لنډه کیسه: شـــــــرم

لیکوال: علي سيد سيدي

ژمۍ و، خو هوا بده نه وه. محمدا ګل د تیلو د بوشکو ترڅنګ ناست و. غوږونه يې مړه ښکاریدل. له ډېره وخته وزګار و. هر کار ته چي به يي لاس کړ، تاواني به شو، بخت يي بد و. د پلار له مځکې يې خوړه. د تل په څېر يې  سپینه خوله په سر، پاک کالي په تن و، بوټان يې  شيبه وړاندې په ګرځنده موچي رنګ کړل. پټو کې تاو ناست و. سره خپل  وو، له ما په عمر بر و. ورغږ مې کړ:

– څه کیسه ده؟

د سترګو په کونج کې  يې راوکتل، مسکی شو، څه يې ونه ویل. ورنږدې شوم ، په چپه وږه مې ټپ ورکړ:

ولې غلی ناست يې؟

له ځایه ولاړ شو ويې ویل:

پریږده مړه!

دې ویلو سره له سرایه ووت. په خوله کې تکړه و، په تیره دوره کې يې درې واره ظابطي کړی وه، د ټینګې سړی نه و.  په سرای کې ګرځیدم، په بیه ښه تیل مې  لټول، زړه نا زړه وم، د لارو مزه نه وه، بره جنګ روان و. محمدا ګل سرای ته راننوت، خوشحال ښکاریدو. پوښتنه يې وکړه

ـ تیل دې واخیستل؟

ـ نه،

ـ ښه دې وکړل، درځه چې ځو تورخم ته،

ـ تورخم کې څه مرګ غواړې؟

ـ کباړ وړو.

ـ کباړ؟ کباړ له کومه کوې څنګه يې تیروې؟

ـ دا کارونه دې ټول په ما.

ـ زه نه ځم.

ـ مړه تر ماښامه بیرته راځو، مصرف وتلی زرګون پکې واخله.

ـ مکوه ټوکې، بیا به مې په لانجه واړوې

ـ دلته به څه وکې؟  که وشو تیل به هم له تورخمه واخلې.

دا  اخره خبر يې راباندې ولګیده. زه هم د دوه پښو سړی وم، هو مې کړه.  روان شوو، د تورخم اډې ته ورسیدو. محمدا ګل بلد و. د هډې څنګ ته کتار غرفې ولاړې وې، ورغلو. د بوجیو خولې  مو خلاصې کړې  د کباړ خوند نه و. ډېر ټیمان وه، لږه وسپنه. د کار وسپنه پکي نه وه. ټیمانو وزن نه جوړاوه، هسې اخته وو. د ټیمانو لاندې ګردې پره داره وسپنې را ښکاره شوې، درنې وې. ورته بند شوو. بوجۍ مو نیمې ډکې وې چې کباړي راغږ کړ:

پټاقۍ مه وراچوئ، څوک يې درنه نه اخلي!

یو بل ته مو وکتل، نیمه ګړۍ مو پرې لګولې وه،  اوس مو کله تشولې. بیا لګیا شو. زما زړه طاقت ونکړ، د محمداګل له غوږه مې تیره کړه:

– که دا رانه وانخلي بیا؟

محمداګل د سترګو په کونج راوکتل ويې ویل:

– زه هلته اشنا لرم، غم مکوه. دا کباړي هسې چټیاټ وايي، که دا پټاقی وي ولې يې دلته اچولي دي؟ دا بل هلک يې ولې ټولوي؟ دا چاودلې (خنثا شوې)  دې، ځان پوه کړه.

ده هم ريښتیا ویل، خبرې يې راته په تول پوره ښکاره شوې. بوجۍ ډکې شوې، په سر مو ورته څو ټیمان واچول، ډاډدسن ته مو پورته کړې. خوشحاله وو، ټوله لاره مو په ټوکو او خندا تیره کړه. موټروان تکړه ځوان و، په لاره ښه بلد و، د همدې سیمي سړی و. هر کوڅه ډب ټوپکې ته يې نه دراوه.  لوی لوی پاټکونه  محمدا ګل په نه پیسو وغولول.  محمدا ګل له خولې چابک و، د هیڅ خبرې په جواب کې نه بندیده، داسې دروغ يې ویل لکه ریښتیا. د لارې خرڅ مو په نشت حساب و. محمدا ګل به رایادوله:

– ما درته نه ویلې!؟ مفته ګټه ده.

مازدیګر محال تورخم ته  ورسیدو. بوجۍ مو په لاسګاډي کې واچولې. د خوړ په لور روان شو. د خدای کړه وه د چا راته پام نه شو. خوړ ته ور کوز شوو، خوړ پولې ته نېږدې و،  محمداګل يو کانتینر ته ورغی. د کانتینر مخته د وسپنو خرئ ولاړې وې، دړ او تیږې د کانتینر ښئ لاس ته پراته ول. کیڼ لاس ته یو صندوق پروت و، سور رنګه خیرنه توشکچه پرې پرته وه. يو په خيټه غټ سړی د صندوق څنګ ته ولاړ و، سپین کالي يې و، تور واسکت يې لرو، سپینه خوله يې په سر وه. غټي خیټې يې د کميسس مخکنۍ لمن جګه درولې وه، کالي ورسره بد ایسیدل، په شکل هم بد رنګ و، حاجي صاحب يې باله،  محمداګل ورنیږدې شو، بلدي معلومیدل، له خبرو لواړګینی ښکاریدو، خبره خلاصه شوه، بوجۍ ترازو ته پورته شوې، سړی د صندوق له پاسه په سره توشکچه کیناست. بوجۍ مو تشي نکړې، سړي اعتیبار وکړ، خالي بوجیو نه موږ ور تېر شو، پیسې مو واخیستې، کلدارې وې ……

خندل مو، خوشحال وو، ما ویل ځو جلال اباد ته. محمداګل نه منله. کلک و، ویل يي:

– معلم صاحب ګورو، ښه سړی دی، تل دې  پلار او ورورنه یادوي، کلک وي چې شپه ورسره وکړم. مړه شپه به د معلم صاحب کره تېره کړو. خوشحالیږي، مه ساده کیږه،  سبا به لاړ شو پیښور ته، چکر به ووهو.

معلم صاحب پخوا کابل کې زمونږ د کلي په بازار کې دوکان درلود. اوس لواړګي کې اوسیدو، شینواری و. په تورخم کې يې د سرک پر غاړه صرافي کوله. نه زما همزولی و او نه مې دومره یاديدو. پاکستان  خو مې له پیدایښته بد ایسیدو. زه ټکنی وم.  محمداګل وویل:

– راځه مړه پیسې خو به ورسره ماتې کړو.

په پوله واوښتو، پنځوس قدمه وړاندې  کیڼ لاس ته لیکل شوي وه، ویل کوم ټو پاکستان، کیپ ټو د لفت، معنی دلته به چپ ګرځئ،  لږ وړاندې صرافان ښکاریدل.  معلم صاحب ته ورغلو، د يوې صندقچې شاته ناست و. راجګ شو، غاړه وتو. له پخوا ځوان ښکاریدو، ږیره يې خریلې وه، ويښتان یې  تور شوي وه. د کور کلي، غټ او واړه پوښتنه يې وکړه. شيبه سره ولاړ وو. پیسې مو ماتې کړې، د دروغجنې ست يې وکړ، کور ودانی مو ورکړ، رخصت شو.

لس قدمه نه وو تللي، چې ګورو حاجي مخامخ راروان دی، درې ورسره نور دي، مونږ سره بیرته وګرځیدل.

له پولي را واوښتو، د خوړ په لور رهي شو، حاجي غصه ښکاريدو، سره پوه شو. محداګل خپله خواري وکړه، خو کار يې نه ورکاوه. پیسې مو جیب کې وې، اضافي بار مو نلرو، منډې ته ښه جوړ وو.  محمداګل ته مې د منډې اشاره ورکړه، رد شوه. په جنګ مو سره نه رسېده، مونږ دوه وو، دوی څلور.

محمداګل حاجي سره جوخت روان و، زه او هغه درې شاته.  کانتینر ته ورسیدو. حاجي بیا چالان شو:

ـ داسي مو ولې وکړل؟

محمداګل د هوښیاري کوښښ کاوه، ځواب يې ورکړ:

ـ حاجي صاحب ته به غلط شوی يې، دا مال به زمونږ  نه وي

حاجي رډ – رډ کتل،  دخبرو وار يې نه خطا کاوه، ویې پوښتل:

ـ څه مو غوښتل؟ فابریکه مو الوزوله؟

ـ  ګوره حاجي صاحب ما مخته هم درته مال راوړی، زمونږ په مال کې خراب نشته.

– بیخ دې ووځه په دا مال،

ـ وه حاجي صاحب دا خو یوه وځ نده، مونږ د يوې ورځې خلک نه یو.

– بد مې وکړل چې اعتبار مې درباندې وکړ.

ـ داسې نو مه وایه حاجي صاحب.

ـ پټاقي مو در بار کړئ او پیسې مې بیرته راکړئ.

پوهیدو چې ملامت یو خو د تاوان منلو زور غوښت. خبر خرابه وه. نه محمداګل کله کباړ راوړی و او نه يې دلته څوک دوستان لرل، هسې د خولې چالاکي يې په خلکو منله. خبره نوره سپینه وه، افغانی کړې کلدارې به بیرته کلدارې کوو او له نیم ډېرکباړ به بیرته وړو. بوجۍ يې راته له پټاقیو ‌ډکې کړې. زه ورته کیناستم، محمداګل له حاجي سره په پوله واوښت، پیسې يې ورکړې او بیرته راغی. اته اته منه پټاقۍ مو په شاه کړې. درنې وې، خوړ ‎ژور و، اته منه بار سره په پیچومي ختل اسان نه وه.  پټاقیو پرې لرلې، د سړي ملا يې خوږوله. لاس ګاډی مو نشو نیوی، په تاوان کې وو. د ماښآم لمر په پریوتو و چې د جلال اباد اډې ته ورسېدو، موټر نه پیدا کیدل، د شپې له خوا لاره خرابه وه. د ماښام د آذان غږ شو، جلاجلالهو. دهډې تر څنګ هوټل و، ورغلو، بوجۍ مو د درواځي تر څنګ کیښودې. د اوبو لوټکې مو را واخیستې، اودسونه مو تازه کړل. اوبه سړې وې، ښې لګيدې. کرۍ ورځ مو مخونو ته لپه نه وه اچولې. د هوټل کیڼ لاس ته د لمانځه ځای و،  جمع رانه تیره وه، لمونځونه مو جره وکړل. هوا سړه شوه، خو بده نه لګيده.

هوټل ته ورننوتو. د دروازې سره جوخت دواړو لاسو ته اوږده تختونه جوړ وو، د لرګيو ښکاریدل. له پاسه پرې خط داره سترنجۍ اوارې وې. په منځ کې لاروو وه. د لاروو اخر سر کې پخلنځی ښکاريدو. په تختو خلک ناست ول، موږ هم ور پورته شوو. ډېر بیروبار نه و. د هوټليانو شور شو، فرمایشونه يې اخیستل. هوټل رڼا و، دوه ګیسونه پکې لګیدل. ډوډۍ يې راوړه، له ستوني مو تیره کړه، خوند يې ونکړ. چايونه راغلل، ومو چیکل، ستړيا مو ووته. خلکو ځای ځای خپل سادرونه اوار کړل، د ماخوستن لمونځونه وشول.  محمداګل سارا ګشت ته ولاړ، بیرته راغی. ما هم خپل وار تیر کړ، چې راغلم توشکې او بړستنې يې راوړې وې. ځایونه مو سم کړل، هوټلي یو ګیس مړ کړ، خلک ارام شول. د محدا ګل چرت خراب و، پیسې يې په پور اخیستې وې. ورو يې وویل:

ـ که پټاقۍ وانخلي څه به کوو؟

ـ ولې به يې نه اخلي؟

ـ هسې، خبره مې کوله.

غلی شو، فکر مې وکړ خوب وړی، ښه شيبه غلی و، بیا يې وویل:

ـ کور کې څوک درنه خبر نشي!

ـ ښه، خو که چا پوښتنه وکړه؟

ـ د لارې مصرف د ګټې سر وخوړ.

ـ سمه ده.

شيبه غلی و، څنګ يې بدل کړ، په ډده پریوت، ما ته يې شاه کړه، ويې ویل:

ـ نور شرمیږم.

ـ ولې؟ په څه؟

ـ هر وار تاوان، هر وار تاوان، دا خلک به څه وايي؟

ـ د خلکو يې څه کار؟

ـ خپل کور نه شرمیږم.

زه غلی شوم، دواړه غلي شوو، دده وروستۍ خبرې ته فکر یوړم، بره انګړ په انګړ جنګ و، سږ یې دوهم کال و. یواځې کابل خو نه و، دهر ځای همدا حال و. هر پنځه ګامه ها خوا یو بل پاچا و. چې زور يې درلود سردار و، د کم زوري مور بوره وه. خپل پاچا را په زړه شو، له ځانه مې وپوښتل، دی به خپلوان نلري؟  دوستان به نلري؟ ښځه او بچي به نلري؟ داسې څوک به نلري چې ورنه وشرمیږي؟ د مور خبر را یاده شوه « شرم د هغو وي چې په شرم پوهیږي»، محمدا ګل خوب وړی و، خوریده. ما څنګ بدل کړ. خوب نه راتلو، ټول ځان مې خارښ کوو. د هوټلي بړستنو خپل کار کړی و. یو غږ مې تر غوږ شو « زه نور شرمیږم » محمداګل و، په خوب کې غږیدو. په زړه کې راوګرځیدل، کاشکې محمداګل زمونږ پاچا وای.

پای

۳۰ / ۰۳ / ۲۰۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x